• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    kash che wai zama pa laas ki

    ده غنی خان بابا ده یو نظم چۀ عنوان ئ "شاعری" دے. یوه ټوټه تاسو ته پیش کوم...
    دا نظم غنی خان بابا په حیدر آباد جیل ده کال ۱۹۴۸ع ده ستمبر په ۳ نیټه وئیلے وو.

    کاش چۀ وے زما په لاس کښے......ده وریځو فرښتے
    ما به هر وخت ښکلے ښکلے.......سپینے لړے راوستے
    هر ماښام به م جوړولو......په قبله ده بوډے ټال
    هره ورځ به م ستائلو.......ده اشنا د زنے خال
    ولے څۀ وکړم جانانه......واک ده بل اختیار د بل دے
    دا په تا مئینے سترګے....د دوی نور خمار ده بل دے
    دا چۀ تۀ پرے راته خاندے....د دے سرو شونډو دے جار شم
    ددوی ښیست مستی ده بل ده.....ددوی سر سنګار د بل دے
    (او بس) دا دومره واک هم بس دے...چه زۀ ویم درته غزلے
    تۀ ښیسته په پستو سترګو......راته ګورے غلے غلے
    چۀ سات ګړئ مشغول شو...بیا به ځو زما بلبلے!
    ..................مونږ له توره اوږده شپه ده...................
    ..................دی ده بل دا ډیوے بلے.......................

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews