Pashto Ghazal
ودریږه ریباره دلبر څنــــــــګه وو
څنګه شو پخلا مرور څـنـــــګه وو
ما باندې خو تیر شو محرم عوندې
دې باندې تیر شوي اختر څنګه وو
تا ورته ښه وکتل ریښـــــــتیا وایه
خال یی د سرو شونډو په سر څنګه وو
زه خو وېم په خداي چې ثاني نلري
ته ووایه ستا په نظر څنــــــــګه وو
No comments:
Post a Comment