شکر دي کم د چا نه هيڅ نه يو که زيات نه شوخو چې حال ت بدل کړي هغسي حالات نه شو
عجيبه کار دي د يو بل د ليدو تږي نه ووخو چي يو ځاي شو نه ماړۀ په ملاقات نه شو
په هر ميدان مو ماتي اوخوړه خو صبر نه شوزمونږ سرونه که شو مات زړونه مو مات نه شو
دي مختصر غوندي ژوندون راله مرئ اوچي کړيحضره ! يريږو مونږه څکي آبِ حيات نه شو
ممتازه! تل مي د ښايستوو خلقو ناز اوړي ديڅۀ بي هنره يم شعرونه مي نبات نه شو
خو چې حال ت بدل کړي هغسي حالات نه شو
عجيبه کار دي د يو بل د ليدو تږي نه وو
خو چي يو ځاي شو نه ماړۀ په ملاقات نه شو
په هر ميدان مو ماتي اوخوړه خو صبر نه شو
زمونږ سرونه که شو مات زړونه مو مات نه شو
دي مختصر غوندي ژوندون راله مرئ اوچي کړي
حضره ! يريږو مونږه څکي آبِ حيات نه شو
ممتازه! تل مي د ښايستوو خلقو ناز اوړي دي
څۀ بي هنره يم شعرونه مي نبات نه شو

No comments:
Post a Comment