• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    Da storo pa ranra ki zan na wrak yam sta da khyala



    د ستورو پۀ رڼا کښي ځان نه ورک يم - ستا د خياله
    د حسن ښــــــــاپيري زما د زړۀ بدري جمــــــــــــاله 
    ښائست دي سرۀ ګلـــــــــــونه پۀ شبنم د نوبهار کښي
    خؤارۀ وارۀ پراتۀ زما د زړۀ پۀ لالـــــــــه زار کښي
    سپوږمۍ د څوارلسمي ئي رڼا دي تکه سپينــــــــــــه
    راځه د ليونو د دړد دوا ئــــــــي ماه جبينــــــــــــــــــه
    خولي د پۀ رخسار قطره قطره لکـــــــــــه شراب دي
    د سرو شونډو دي وګــــــــــي ملايان خانه خراب دي
    زمــــــــا نه هيره کړي دي د دين دنيا قيصــــــــــه ده
    پۀ سترګو کښي دي جوړه څۀ عجبه نظـــــــــــاره ده
    پياله د سرو شرابو پکښـــــــــي خوند د يار د شـونډو
    د شيخ سره پۀ لاس کښي تصويرونه د بربنــــــــــډو
    هر څو کۀ مي د ژوبل احساس عکس پکښي تت دے
    تۀ پوهه ئي چي تا سره مي څـومره مــــــــــحبت دے

    پۀخپله د الله پۀ لاسـو جــــــوړه پۀ فرصــــــــــــت ئي
    شپيلئ د اسرافـيل ئي يوه چغـــــــــــــــــه د قيامـت ئي

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews