• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    Khakari che ahsas la pa sahar ki mrawi mrawi sho

    ښکاري چې احساس لا په سحر کښې مړاوى مړاوى شو
    ګـــــوره چې منظر مې په نظــــر کښــې مړاوى مړاوى شو

    مــــــا چې ورته ستـــــا د ښــــــايستونو کیســــه وکـــــړله
    ګل هــــم مرور شـــــو په ډنډر کښــــــې مړاوى مړاوى شو

    پلونـــــه چې پـــــــه لاره یې د خپـــــل مئین ونـــــه لیــــدل
    ســــــور د یوې پیغلـې په ګـــــودر کښې مړاوى مړاوى شو

    بیــــــا قاتلـــــې ستـــــــرګې دې راواړوه ژونـدی مې کـــــړه
    درد د محبت مــې پـــــه پرهـــــــر کښې مړاوى مړاوى شو

    مـــــــا چې ملاکنــــــــډ نــــــه د خوښۍ ســــــره راوړى وو
    هغه ګل زړګــــى مې پیښــــــــور کښې مړاوى مړاوى شو

    بیا د یــــــــــاد خـــــزان یې نن پــــــــه زړه راوریــــــدلی دی
    ګـــوره ،تبـــسم، چې مــــازیګر کښې مړاوى مړاوى شو

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews