• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    os ye zra haghasi na dy os ashna haghasi na dy

    اوس يې زړه هغسې نه دى، اوس اشنا هغسې نه دى
    ساقي سپک جامونه ورکه، اوس فدا هغسې نه دى

    چا يې مات نازک مزاج کړ، چا يې سترګې کړې ورډکې
    اوس په ځان هم شکي شوى، اوس رښتيا هغسې نه دى

    اوس يې سترګو کې څوک شته دي، اوس يې زړه کې څوک اباد دي
    اوس نه ژاړي او نه خاندي، اوس رسوا هغسې نه دى

    نه يې مينه شته جملو کې، نه يې کرکه کليمو کې
    اوس خپه هغسې نه دى، اوس پخلا هغسې نه دى

    نه خطبې له جومات اورم، نه رندان بولي سندرې
    اوس ساقي هغسې نه دى، اوس ملا هغسې نه دى

    نه شتمن د يار له مينې، نه غريب دى له روزګاره
    اوس پاچا هغسې نه دى، اوس ګدا هغسې نه دى

    لېونۍ شې، لېونۍ شې، روغ فدا دې لېونى کړ
    اوس نادان هغسې نه دى، اوس دانا هغسې نه دى

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews