• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    Sa pa ghumnamo laro za darna raghaly yama

    څه په ګمنامو لارو زه درنه راغلی یمه 
    بې زړه درغلی وم بې زړه درنه راغلی یمه 

    ووایه ځه چې څومره درد به وي تیر شوی په ما
    زه چې په شپه د بارانه درنه راغلی یمه 

    چا پسې مړاوې مړاوې ګورې ؟ هغه زه خو نه یم
    چا پسې چغې وهې ته ؟ درنه راغلی یمه 

    زه که په ویښه یم راغلی نو ژوندی څنګه یم ؟
    شاید په خوب کې به ویده درنه راغلی یمه 

    لمدې لمدې لښتې به ستا د پیغلتوب وچې شي
    زه چې په زړه اوبه اوبه درنه راغلی یمه 

    تا د غنم بوټی نو ولې رالیږه ځمکې ته 
    په همدې تور له اسمانه درنه راغلی یمه

    جلاله لپه کړه چې ځمکې ته و نه غورځیږم
    نور لکه اوښکه پر باڼه درنه راغلی یمه

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews