• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    totay totay di zama zrra zama zighar kary dy

    ټوټي ټوټي دي ځما زړه ځما ځیګر کړي دي
    ظلم ستم، وایه چا دومره په کافر کړي دي
    ستا انتظار به ستا د نه راتلو پیغور راکوي
    جانانه تیرځل مي په سرو سترګو آختر کړي دي
    دا چه زه خاوري په سر الوزاوم لاري سارم
    دا مي لالیه ستا په سپینه خله باور کړي دي
    قاتل زما دا آرمانونو تپوس ما نه کوي
    تا ولي بیا جانانه کوچ د اشنغر کړي دي
    زړه مي ډوبیږي د آختر زیري په ما مه کوه
    زه مسافر یم، آختر کله مسافر کړي دي
    زما قسمت کښ خوشحاليئ د آختر نشته خیاله
    ما په سلګو لکه ماشوم د ژوند سحر کړي دي

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews