• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    La punjab sakha inkar kha

    له پنجاب څخه انکار ښه
    دغه کار تر هر يو کار ښه

    جنګ خلاف د هر غدار ښه
    د بهرام پر سر ګوزار ښه

    "پېښور تر هر ديار ښه"
    خو پر خپله نېغه لار ښه

    سم پر لار د کندهار ښه
    همسفر د ننګرهار ښه

    پښتانه غوندې يې ژبه
    پښتانه غوندې ګفتار ښه

    د پرديو د کاسې نه
    پر خپل مټ باندې اعتبار ښه

    چي انسان ساتي سرلوړی
    داسې ژوند، داسې روزګار ښه

    ځان افغان ګڼل بهتره
    په دې نوم دی افتخار ښه

    د دې شنه بېرغ تر سېوري
    خپله شناخته پر مزار ښه

    د خوشال خټک ياري ښه
    د خوشال خټک اشعار ښه

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews