• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    Shundi darna khwri khamoshi shor paki paida ka


    "شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پیدا که،،

    مري دې د مخ سره جانانه اور پکښې پیدا که.،

    زړه مې یو ریدی دی ،لاله زار یې کړه جانانه،
    دغسې یو څو زخمونه نور پکښې پیدا که.،

    زړه ته مې اوس نه را رسي ستا د بڼو غشي،
    تاو یې کړه، راتاو یې کړه لږ زور پکښې پیدا که.،

    مه بدوه زړه د یار د کاڼي کاڼي زړه نه،
    دغلته صنم هم شته خو کور پکښې پیدا که.،

    جانه د مودو نه زما زړه سوری سوری دی،
    ګل دي ستا خبرې خو ټکور پکښې پیدا که.،

    څه رشته خو بویه د وطن سره "سائله"
    کور دې پکښې نه سهي خو ګور پکښې پیدا که...!"
    .
    شاعر:رخمت شاہ سائل.

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews