نظم
چې په غوږونو ئې ويشته وو ھغه پښتون نشته
ګيدړو حٔکه ګډې ماتې کړې چې شپون نشته
په مخ مې اوښکې حٔی رودونه چې افغان وينمه
احساس مې وريت شی چې پښتون څيرې ګريوان وينمه
زړګے مې وچوی چې سر ټيټے پاکستان وينمه
ايره ايره شم چې په اور کښې مسلمان وينمه
د جھالت تيارې خورې دی پوھنتون نشته
ګيدړو حٔکه ګډې ماتې کړې چې شپون نشته
اے د خالد بابا بچيه تا خپل حٔان خرڅ کړو
تا خپل غيرت تا خپل تاريخ تا خپل ايمان خرڅ کړو
تا امير کروړ تا ميرويس خان تا ايمل خان خرڅ کړو
حٔکه وطن کښې مينه نشته دے قانون نشته
ګيدړو حٔکه ګډې ماتې کړې چې شپون نشته
اے د خوشحال خان بچيه ستا ھغه عظمت څه شو
د ابدالی بچيه ستا ھغه وحدت څه شو
اے د شيرشاه بچيه ستا شان و سوکت څه شو
د قام په مينه مستی څه شوه محبت څه شو
وينې بھيږی په ھر خوا خو يو روغتون نشته
ګيدړو حٔکه ګډې ماتې کړې چې شپون نشته
کوم خو! چې ګورمه پښتون په مصيبت کښې ګير دے
ھر يو وګړے د حلاتو په قيامت کښې ګير دے
په چيغو چيغو ژاړی ھر کس په غربت کښې ګير دے
قامی سوچ نشته دے پښتون انائيت کښې ګير دے
دور دګٔ ذھن ته خو حٔکه نن سکون نشته
ګيدړو حٔکه ګډې ماتې کړی چې شپون نشته
No comments:
Post a Comment