خدايه!
خدايه دا تور زړگی مې سپين کړې ته نور
چې نور، ونه وژنم بچی د خپلې مور
خدايه دا گوتې رانه غبرگې واخله
که مې ماشه راښکله بيا په خپل ورور
ربه د مټو زور مې ھم اوبه کړه
که ورانه وه مې پرې داحٔل د چا کور
خدايه ما خپله پرې لمبه لمبه کړه
که مې په بل چا بلوه کله اور
خدايه سرتوره کړه لومړی زما خور
که مې واژه کوم گلالی ورور د خور
که مې پرې بيا کړو څوک په نښه خدايه
سترگې مې واخله چې انسان شمه نور
دا جاړه ژبه مې مړې گونگه خدايه
که مې بيا چاته ورکاوه پرې پېغور
ربه انسان مې کړه حيوان يمه لا
ښکر رانه واخله چې اوبه مې شي زور
ربه زما جنازه مخکې کړه ترې
که مې واده کې جوړوه د چا شور
خدايه ھغه گړۍ مې روح قبضه کړه
که مې زړه بيا بوتلم د خون په کوم لور
څوک چې ماشوم ته ايږدي مکتب کې بارود
خدايه ته شپه کړې د ھغه ھم په گور
څوک چې گولۍ ولي زمونږ په گودر
خدايه اوبو کې ورته بل کړي ته اور
خدايه چې څوک زمونږ جومات ورانوي
ورته فساد کړه په خپل کلي کې خور
خدايه داکاڼي زرونه نرم که لږ
چې ھر سړی شي بشر، نه سړي خور
ربه انسان مې کړه حيوان يمه لا
ټوپک مې مات کړه چې اوبه مې شي زور
که بيا مې غوښې د مظلوم وخوړې
خدايه لکۍ راکړه او ښپې ھم څلور
د دې وطن ټوټې پيوند کړه ربه
دا ناسور زخم د اټک کړه ټکور
No comments:
Post a Comment