ستا د سپينه مخه ځار زما زړګے شه
هم له تانه سپېلنې او هم لوګے شه
د زړګي زخمونه ګورمه چې څه کا
يو ځل بيا هغه پخوا په رنګ مُسکے شه
ستا په ژبه باندې هر ژبه خوند کا
ای اشنا لا پېښورے لا افريدے شه
لکه کور دې د زړګي زما ويران کړو
هجره دغسې ويرانه دې کورګے شه
زه او ته د چا ژړا او خندا څه کړو
زما اوښکې دي باران ته پسرلے شه
اوس يې لرې شه د ګل ځنې رقيبه
چې پخپله باندې ګل شي بيا اغزے شه
زه خاطر دې نور خاطر کولی نشم
ای رقيبه که پوهيږې نو سړے شه
چې صحرا شي را ښکاره دنيا فاني شي
ته خاطر ته په کتو لکه هوسۍ شه
No comments:
Post a Comment