تا چې سبا وکړو سبا نه راحٔي
راشي په ھر چا خو په ما نه راحٔي
بيا دې نو په بيا دی څه باور په کار
سل حٔله بيا وکړ، خو بيا نه راحٔې
ووايه شاهد ته ګنا زه کوم زور
خو يې کمبخته په تا نه راحٔي
خدای دې مين ډېر کړي چې ښېرې کوي
ماله خو نور چل د دعا نه راحٔي
ښکليه! چې موسکې په ټيټو سترګو شې
ھيڅ دې اندازه د ښکلا نه راحٔي
عشق دی لکه وخت خو زه حمزه پکې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راحٔي
No comments:
Post a Comment