(اقبال مومند)
صاحبه ما له راکړه خپل حساب ناوخته کېږي
ما پرېږده په ما شپه راځي جناب ناوخته کېږي
ما پرېږده په ما شپه راځي جناب ناوخته کېږي
وسله نشته نشه نشته سپائ ماما ته وايه
په مونږه د منګي او د رباب ناوخته کېږي
په مونږه د منګي او د رباب ناوخته کېږي
مارغان نه ولم جالې ورانومه د مارغانو
قانع مې کړه ګناه ده که ثواب ناوخته کېږي
قانع مې کړه ګناه ده که ثواب ناوخته کېږي
په کارډ باندې مې کوم د جنت مهر د؎ چې ګورې
الله خو دې لاهو کړه په درياب ناوخته کېږي
الله خو دې لاهو کړه په درياب ناوخته کېږي
دې خلقو په پرهر ګوتو کښې ډېر ازغي مات کړي
څوک شته چې دلته اوشندي ګلاب ناوخته کېږي
څوک شته چې دلته اوشندي ګلاب ناوخته کېږي
ا؎ تاسو نه مې هم نه ځي دا زړه ګور؎ قسم دے
يارانو خو نن ډېر يمه خراب ناوخته کېږي
يارانو خو نن ډېر يمه خراب ناوخته کېږي
اقباله هغوئ څه پښتې چې څوک د هغو پير دے
هغوئ سره خو هيڅ نشته جواب ناوخته کېږي
Poetry by: Iqbal Momand
No comments:
Post a Comment