• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    یوه شپه ده پشتو غزل

    په دعا کې مې له اوښکو تيرېده شپه

    بيا دقدر شوه له ژوند سره دزړه شپه

    ستا له خوږ اوازه ژوند يوه شيبه شي

    دبلال له اذان لاړه شي اوږده شپه

    چې دسپين مخ په رڼا له دوزخ پټ شوې

    له جنت رنګينه نه ده په ډيوه شپه

    سترغلي دې چې زما له مرګ لنده شيډوډۍ

    وباسه دخدای په نوم هغه شپه

    زه حساب دخپل ثواب کړمه په خپله

    چې قيامت پسې رالنډه شي يوه شپه

    ديار غيږه کې خوبونه له مانه شي

    دخپل يار په ګيلو هسې شي وړه شپه

    شو ثواب مې دجانان له سترګوپيل

    نن دشونډو ښکلولو دومره ښه شپه

    راوريږي به دنور وړانګې له عرشه

    که شاهد سره دپېغلو شي يوه شپه

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews