• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    دپښتو ټوکي/دپشتوګفي

    دپښتو ټوکۍ/ګفي

    یو ځوان یوه تعویذ کوونکی ته ورغئي  ورته یې وویل:
    یوه انجلۍ مې خوښه ده داسې تعویذ راته راکړه،چې فلانی جلۍ یې مور اوپلار ماته راکړی
    تعویذ لیکوونکی ورته وویل:
    ولاړېږه دا دنصیب کاردی که په تعویذ کېدلای نغمه به وختی زمامېرمن وه.

    د حاجى صاحب ټوکه/ګفه

    وايي کله چې خاجی له حج څخه راستون شو، نو په دریمه ورځ د کور څنګ کې دکان ته لاړ.
    دکاندار ته یې وویل، هغه د قرضو کتابچه راوباسه .
    دکاندار خوشحاله شو چې دا ده د دوو کالو قرضه خو وصول شوه ، په چټکي سره یې کتابچه را وایستله .
    د سړي نوم یې راواړوو .

    سړي ورته وویل، دلته زما نوم سره حاجي ولیکه 

    د چرسى ګفه

    يو چرسي شنه شفتله خوړله بل چرسي ورته وويل ولې شفتله خورې ؟

    هغه ورته وويل شفتله د سترګو ديد زياتوي. دا بل چرسي ورته وويل: رشتيا دې وويل ما هيڅ خر ندې ليدلي چه عينکې ( چشمې ) يې په سترګو وي

    دميلمانه اٶد دکوربه ګفه

    دیوه سړی د یوه زوی نوم وچ وو، دبل زوی نوم یې توپك وو، دلورنوم یې ترخه وه.

    یوه ورځ میلمه ورته راغی، کوربه زوی ته ور ږغ کړه چی وچه ډوډۍ راوړه میلمه فکر وکړ چی وچه ډوډۍ درکوی کوروالا ته یې وویل چي زه ډوډی نه خورم. بیاسړی لورته ور ږغ کړه ترخې چاي راوړه میلمه فکر وکی چی ترخې چای درکوی نو میلمه وویل چای نه خورم. بیاسړی ناره کړه هغه توپك چیری دی میلمه بوټونه په لاس کی راواخستل او په منډه کي وویل چی نه یی خورم نو وژنی می .هههههه

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews