• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    پښتو لنډۍ,دپشتو ٹپے

    جانان زما زه د جانان يمکه په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه
    جانان زما سره پښتو کړيچې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه
    جانان مې ستوری د اسمان دینه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه
    جانان مې لاړو اسماني شواسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه
    جانانه تور څادر په سر کړهځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه
    جانانه ته خو داسې نه ويد چا خبرې دې ضرور منلي دينه
    جانانه ته خوداسې نه وېښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه
    جانانه خپل وطن ته راشهپردی وطن د مېړو قدر کموينه
    جانانه خپل وطن ته راشهپه دالانونو کې دې لګي خړ بادونه
    جانانه خپل وطن ته راشهغمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه
    جانانه خپل وطن ته راشهکه خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه
    جانانه دومره په ما گران يېچې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه
    جانانه دومره را سره وايلکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه
    جانانه راشه چې پخلا شوزمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه
    جانانه راشه چې پخلا شوعمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه
    جانانه راشه دا دی وخت دیپلار مې د سر سودا د بل سره کوينه
    جانانه راشه که ديدن کړيد زنکدن خولې په ما راغلي دينه
    جانانه راشه که راتلی شېښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه
    جانانه زېری مې درباندېزمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه
    جانانه ستا د زړه لپارهزه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه
    جانانه ستا ديدن لپارهزه په زړه شپاله کې ‌بېرې ټولومه
    جانانه ستا ديدن لپارهزه د کابله په ټکس راغلی يمه
    جانانه غلی غلی ګورېيا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه
    جانانه غم دې دومره خوږ دیچې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه
    جانانه فکر پکې وکړهمينه سور اور دی وارخطا نشې مينه
    جانانه ولې لېونی شوېپه لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه
    جانانه ويښ يې که ويده يېستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه
    جدايي راغله لارې دوه شوېمرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه
    جنۍ د پلاره دی وير يږمګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه
    ځان په ازغوباندې سوری كړهكه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه
    ځان د وطن په شمع سيزهچې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه
    ځان دې زما په ديدن موړ کړهبيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه
    ځان يې زړو جامو کې جوړ کړولکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه
    ځای د داغلو په کې نشتهجانانه څله داغوې داغلي زړونه
    چا يې پلو ليدلی نه واوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه
    چرګه مرۍ کې ناسور شهزه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه
    چنار به ولې سر لوړ نه کاچې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه
    چې په ژوندون مې په کار نشوئکه مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه
    چې په ښايست مې خفه کيږېنور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه
    چې په مرض مې نه پوهېږېطبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه
    چې پېغله لور يې په کاله ويپس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه
    چې پېغله لور يې په کاله ويد هغه کور سابه جواری مزه کوينه
    چې تاته ګورم ژړا راشيچې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه
    چې تورو خاورو ته مي سپاريپه خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه
    چې توره نکړې نو به څه کړېچې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه
    چې جنازه مي روانيږيپاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه
    چې چېرته ته وای هلته زه واینصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه
    چې څوك له خپله ځانه دروندويټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه
    چې خط مې وايي ورته ژاړهماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه
    چې خويندې کښېنې ورونه ستاييچې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه
    چې د ديدن نصيب يې نه ويپه يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه
    چې راپسې نشې قرانهزه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه
    چې ژوندون وي جانان به راشيچې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه
    چې سا مې اوځي رانږدې شهپه دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه
    چې سترگې تورې کړم شرميږمچې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه
    چې سر زما وي څنګل ستا ويد هغه وخت په انتظار يم رابه شينه
    چې سر زما وي څنګل ستا ويمزه به دا وي چې ويده د عمر شمه
    چې سړی هر څومره پښتون شيزړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه
    چې سور پرتوګ دې وکړونور يې زمونږ  دکلي منع کړه چې مرمه
    چې عاشقي يې کړې نه ويد پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه
    چې عاشقي يې کړې نه ويهغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه
    چې فکر بند په زولنو کړمچې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه
    چې کله کله راپه ياد شېدېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه
    چې کلي واله مې ګڼلېځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه
    چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شیپه ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه
    چې مازد يګر شی عاشقان ژاړیچټه له خياله منګی وړی په ګودرونه
    چې مې په جېب کې دولت ډېر وخپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم
    چې مې د تورو سترګو وار ود چا به کار و چابه هسې غږ کوونه
    چې وعده وکړې پوره يې نکړيژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه
    چې وي پښتون اوپښتونكړيداسې كسانوته به ګورې كړنګونه
    چې هديره باندې تيرېږېزما مزار ته مخ راواړوه مينه
    چې يوړم يوړم اوبو يوړمچې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه
    چېرته عاشق سړی ولاړ دیساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه
    څانګه به نن سبا کې ګل شيما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه
    څنگ ته مې مه راځه جانانهسبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه
    څنګه په سپينه جامه ګرځېرب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه
    څنګه د ورايه په خندا شوېلکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه
    څنګه نرۍ يې لکه لښتهمور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه
    څوک په رضا له ملکه نه ځييا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه
    څوک چې په چا باندې مين شيهغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه
    څوک چې په شنو سترګو مين شيپس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه
    څوک چې د ښکلو وفا غواړيماته کيسه د صنوبر راياده شينه
    څوک چې د يار په غېږ کې پروت ويپه نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه
    څوک مې د حاله خبر نه دیلکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه
    خا ونده دا ګناه مې معاف کړیبيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه
    خال به د يار له وينو کيدمچې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
    خال يې په غونډه زنه کېدهبيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه
    خاورې د يار د کوڅې راوړئپاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه
    خاونده بيا دې پسرلی کړوجونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه
    خاونده بيادی مازد يګر کړپه ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه
    خاونده ټوله مې ترې ځار کړېزما په سر يې غرغرې منلي دينه
    خاونده څه چارې راوشوېنه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه
    خاونده دا به دې رضا ويچې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه
    خاونده دا به دې رضا ويچې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه
    خاونده دا به ستا رضاويچې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه
    خاونده دا ګناه مې معاف کړېبيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه
    خاونده سل ځله ژوندراكړېچې دجانان په مينه سل ځله مړشمه
    خاونده کوم يو پکې خوښ کړممرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه
    خاونده ما خو داسې نه وېلچې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه
    خاونده ما د ګودر ګل کړېچې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه
    خاونده ما دګودر ګل کړیچې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه
    خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړېچې جنازه يې د ارمانه سره وړينه
    خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړېچې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه
    خبر مې کله کله اخلهد لېونتوب آواز مې نن سبا درځينه
    خپلو جامو سره مې خښ کړئجانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
    خدايه د مور يې ورته پام کړېچې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه
    خدايه دا مور يې لېونۍ کړېمئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه
    خدايه کوچيان په کوچ روان کړېچې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه
    خدايه ګورګورې تورې مه کړېجنکۍ سرې شونډې ورځي تورې  راوړينه
    خدايه مئين څوک په چا مه کړېچې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه
    خدايه نری نری باران   کړېچې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه
    خدای به دې بيا راته محتاج کړيزومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه
    خدای به دې زلفې په لاس راکړيماته د کلي ماشومان دوعا کوينه
    خدای به مو بيا سره يو ځای کړيدسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه
    خدای په وړې جلکۍ مئين کړمد کوټنو ګټې په ما راچلوينه
    خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړهبيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه
    خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړهخلک به وايي چې سپېره دی يار يې مرينه
    خدای دې په تنګه کوڅه راکړهچې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه
    خدای دې په داسې ځای کې راکړهچې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټينګومه
    خدای دې په سر منګی ټوټی کړهچې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه
    خدای دې په واورو کې ايسار کړهچې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه
    خدای دې د پوزې پېزوان مات کړهچې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه
    خدای دې د خولې لاړې دارو کړهزه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه
    خدای دې زما کړه غونډې منډېپه سر به پنډې چلوم تابه ساتمه
    خط مې ليکو قلم مې مات شود جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه
    خلک به وايي چې وړه دهوړې زما په زړه چړې منډلې دينه
    خلک تپوس له د رنځور ځيزه چې رنځور شم د جانان تپوس وړمه
    خلک چارګل خونړی بوليما د نتکۍ په ډنډر ډېر وژلي دينه
    خلک دې وايي تُهمتونهزه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه
    خلک زيارت له پتاسې وړيزه د جانان لپاره غونډه روپۍ وړمه
    خلک شراب وڅښي نشه شيما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه
    خلک قيامت ته خفه کيږيزه خوشالېږم چې جانان به ووينمه
    خلک له غمه امان غواړيزه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه
    خلک مې ټول تپوس له راغلههغه رانغلو چې يې پروت له غمه يمه
    خلکو زړې يارۍ تازه کړېزما په نوې يارۍ اور ولګېدنه
    خلکه ګودرګوري ګډيږیزه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه
    خمارو سترګو ته دې وايهچې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي
    خندا کوې ياري دې نشتهتشه خندا د لباسې جنکو وينه
    خود به يې زه د در ملنګ يمچې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه
    خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږمنامردې تا پکې ګني کرلي دينه
    خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږمنامرې ټوله راپشا شه چې دې وړمه
    خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شېشکره نه ده چې په تول به کمه شينه
    خوله به په زوره درنه واخلموړوکی نه يم چې ځاري درته کومه
    خوله به تر شونډو لاندې درکړمپه تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه
    خوله به د خدای په رضا درکړممنګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه
    خوله د ډېوې رڼا کې راکړهپه توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه
    خوله د ملا د لور خوږه ويد شکرانې چرګان يې ټول خوړلي وينه
    خوله دې د تريو انار دانه دهد رنځورانو قافلې درپسې ځينه
    خوله دې د سپينو زرو جام دیزما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه

    1 comment:

    Anonymous said...

    هم

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews