• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    کفاره


    (
    فيروز افريدي)
    هغې چې په رسيد دستخط کولو نو اول داسې ورپيده او بيا ئې په نه زړه د اخيري قسط پېسو ته لاس کړو.
    تاجي ورله پيسې ورکړې خو سم دستي ئې ورته اوئيل چې بے بے ځان له څو ورځو کښې غم کوئي زما اوس دا کور پکار دے.
    دا زه اوس مرمت کوم او تاسو بل چرته ځان له غم وکړئ.
    دې وخت کې هغه يو ځل بيا په پړونې کې راټوله شوه او غرئيو نويلي اواز کې ئې اوئيل .
    وروره مونږ‌به چرته ځو؟
    زمونږ خو د الله نه سيوا بله اسرا نيشته.
    د هغې اواز نور هم ژړغوني شو او ورسره سلګو هم ونيوه.
    دې وخت کې د هغې درې کلن بچي د مور د مرئي نه ټينګ خپل تنکي لاسونه راتاؤ کړو او يوه داسې بې اختياره کريکه ئې د خلې اووتله چې زما د زړه ويخ ئې وبوږنولو. زما ټول حواس ئې جنجوړ کړل او بيخې داسې راته وبريخيده لکه زما خپل خور يا مور وي او هغه ته د تاجي غوندې قبضه ګر کسان ولاړ وي او د کوره ئې په زوره اوباسي.
    او دغه کسانو کې زه هم ورسره وم
    ھو..دې کښې خو شک نشته چې زه د تاجي په دې کسانو کې يم او د ډيره وخته ئې ملګرې وم خو ځان مې نن په دغه هينداره کې په وړومبي ځل ډير سپک وليدو
    زه د تاجي په دې کاروبار کې شريک ملګرې وم .
    زما وظيفه په سرکار کې د پټواري وه او زه ، زمونږ تحصيلدار صيب او يو اهل کار په دې کار کې د تاجي سره د ډير وخت نه د زمکو او کورونو په قبضه ګروپ کې شريک وو.
    د تاجي کار دا وو چې څوک حاجتمند به ئې صحيح کړو هغه له به ئې پيسې ورکړې،کور يا زمکه به ئې د سرکار په کاغذونو کې د مقرره قيمت په وعده د خپلو څو کسانو په مخکې بيه کړه بيا به ئې زما خوا له راوستو ما به هغه ته د سرکاري قيمت نه هم کمه بيه وخووله ،حالانکه د مارکيټ ازاد قيمت به درې څلور چنده اوچت وو خو ما به هغه له سرکاري قيمت وښوولو ځکه چې زه پټواري ووم او ماته هر څه معلوم وو ،که هغه کس به د مارکيټ خبره وکړه نو دوه درې کسان شاهدان به په هغه تاجي تير کړل چې د دوئي په مخکې دې د سرکاري قيمت په نرخ راکړي ده ، هغه به تاجي ته دسخط وکړو.
    څو ورځي پس به تاجي لږې لږي پيسې ورکولې او په اخير کې به زه هم ورسره لاړم او دا اهلکار به مو هم ځان سره بوتلو .هغه به د دروازې مخې تۀ ځان سره په بيګ کې راوړې کيپ او بليټ د کشميرې جامو د پاسه واچولو نو يو قسم داسې ايمپريشن به ئې ورکولو چې ګويا دا د پوليس کوم سړے ورسره راغلې دے.
    د کور مالک به مو ويرولو يا بچي به ئې ويريدل او چې کومې پيسې به ئې پاتې وې هغه به مو ورکړې او د څو ورځو مهلت نه پس کور يا زمکه به ئې تاجي ته حواله کړه.
    تاجي به دغه ځايګې د مخکي نه په چا خرڅ کړې وه او چې پيسې به ورله په ګوتو ورغلې نو مونږ له به ئي هم خپل خپل حساب راکړو.
    خو نن دغۀ ښځې سره وړوکي بچي زما روح ولړزولو.زما مخ ته زما خپله خور مور او کورودانې او خپل بچي تلل راتلل.
    چې که هغوئي په داسې ټګانو واوړيدل نو بيا؟
    ما تاجي ته اوئيل چې لږ صبر وکړه،دوئي چې تر کومه پورې بل چرته بندوبست نه وي کړې نو دلته به وي او تاسو له به کرايه درکوي.
    زه په شخ د هغې د کوره را اوتلم.
    دا زنانه ما نه پيژنده خو دومره راته معلومه وه چې د وارث خان نومې سړي کونډه وه څوک چې په منډهئ کې د يو ګاډي لاندې شوې وو او په ټکي مړ شوې وو. تاجي هغه له هم روپئ ورکړې وې او دغه کور ئې ورسره کال وړاندې بيه کړې وو خو تاجي د کوره زر ځکه نه ويستو چې د ټولو پيسو بندوبست ئي نه وو شوې يا د شوفعې نه يريدلو .خو هر څه چې وو د هغه د مرګ درې مياشتې پس تاجي زه د ځان سره بوتلم او هغې زنانه چې مونږ‌ وليدو نو ډيره ويريدله او ډير په نه زړه ئې کور ته دننه کړو .
    اول خو ئې ځان سره پس پس وکړل خو بيا ئې پيسې په نه زړه واخېستې خو داسې غرېو ونيوله چې بل شان کيفيت په راخور شو .ورسره دغه ماشوم ئې داسې ناڅاپي او بوږنونکې کوکې او کريکې اوهلې چې زما ئې حشر نشر يو کړو.
    په ماښام ما خپله کوروادانې د ځان سره کړه او د هغې ښځې کور ته لاړو.زه بهر ودريدم او ښځه مې دننه لاړه ما خپله ښځه د اول نه پوهه کړې وه ،هغې ته مې ټول حال احوال وئيلې وو او هغه هم زما په دې خبرو ډيره زياته متاسره شوې وه .
    هغې دغه زنانه له طبع تسلي ورکړه چې الله به خير کړي او زما خاوند به درله ضرور انشاالله څه نه په مخه درک جوړوي .تاسو فکر مه کوئي.
    سحر چې زه خپل دفتر ته ورسيدم نو تاجې د مخکښې راغلې او ناست وو.
    ما تا جې ته اوئيل چې داسې وکره چې درې څلور ساعته پس راشه او تا سره مې ډير ضروري کار دے.
    د زمکو نقشو ،کاغذونه او نورو کارونو نه چې اوزګار شوم نو تاجې هم رارسيدلې وو.
    ما تاجې ځان سره روان کړو او يو داسې ځائي ته مې بوتلو چې هغلته ابادي کمه کمه وه . مخامخ لويه هديره وه،ورسره خوا کې وړوکې ګوندې جماعت هم وو .
    زه چې کله جماعت ته ننوتم نو تاجي موسکې غوندې شو او ما ته ئې اوئيل چې بابو صيب خير خو دے کنه
    ما ورته اوئيل تاجيه راځه دننه څه ضروري خبرې کوو
    تاجې مې په جماعت کې کيښنوو او خپل د زړه ټول احوال مې ورته بيان کړو.
    تاجې يوې شيبې له غلې وو ،بيا ئې سر را اوچت کړو او ماته ئې اوئيل چې بيا ستاسو څه خيال دے؟
    ما تاجي ته اوئيل چې تاجيه زه ستا نه ايکي يوه مطالبه کوم
    او هغه دا چې دا کور ته په دغه ښځه خرڅ کړه چې څومره پيسې غواړې هغه به زه درکوم او د هغې په نوم به د کور د ملکيت کاغذونه هم زه په خپله خرڅه
    انتقال کړم.
    تاجې يوه شيبه غلې وو
    بيا ئې چې ه وش و حواس په ځائې شو او يقين ئې راغلو چې زه د زړه نه دا غواړم .او څه چل چلاکي نه کوم نو په مخ ئې رڼا غوندې راغله
    راته ئې اوئيل ئې چې بابو صيب !!!
    ډير کارونو مو سره په شريکه کړې دي او ډير ګټلي څټلي مو هم په شريکه کړي، تاجې به دلته هم درسره شريک وي که ګټه وه او که تاوان په يو ځائې به وي.
    زه پاسيدم او تاجې مې ترغاړه ويستو .هم دلته مو د الله شکر ادا کړو .
    په سبا مو ټول کاغذونه يو ځل بيا تيار کړل.تحصيلدار صيب ته مو هم ټوله قيصه تيره کړه هغه هم څه شيبه غلې وو .
    په خله ئې هيڅ ئې هم ونه وئيل په چپه خله ئې دستختونه وکړل
    چې د کاغذونه کار تمام شو نو زه او تاجې نيغ خپل بينک ته لاړو.تاجې له مې پيسې ورکړي.تاجي د نر ځوئي چې څومره پيسې دهغې ښځې مرحوم خاوند له ورکړې وې د هغې نيمې ئې واخيستې
    او نيمې ئې په خپل ځان ومنلې.
    مازيګر مونږ دواړه د خپلو کوروادانو سره د هغې ښځې کور ته لاړو.زمونږ ښځې د هغه تور سرې کور ته دننه شوي او مونږ د دغه کلې دوه درې مشران هم ځان سره کړل او د کور خوا ته په يو درنګلي کې کيښناستو
    لږه شيبه پس هم هغه ښځه د خپل بچو سره را اوتله او چۀ د خلي نه ئې غږ وتو نو يو ځل بيا غريو ونيوله مونږ نه ئې د کور کاغذونه د مشرانو په مخکې واخيستل.
    ښځه د ژړه نه اوس هم رپيدله خو زما يقين جوړ وو چې دا د يرې ژاړه نه وه بلکه د خوشحالۍ او شکر کيفيت وو.

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews