| اب کوثر جانانه راشه | د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه |
| اب و دانه مې شوه تمامه | ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه |
| الله دې تا په چا مين کړي | چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه |
| الله درې ژر تياره ماښام کړي | چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه |
| اباسين بيا پۀ څپو راغی | پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه |
| اباسين بيا څپې څپې دی | هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه |
| اباسين راغی غاړې غاړې | پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه |
| اپت وهلي کښت ته راغلم | نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه |
| اټې اټې زلفې دې توی شوې | د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه |
| اجر و جزا د عمل حق ده | څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه |
| احمده خدای دې جنتي که | تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه |
| اختر به بيا وطن ته راشي | زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه |
| اختر پرون ؤ پرون تېر شو | دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه |
| اختر پرون تېر شو عالمه | د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه |
| اختر په منډه منډه راغی | نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه |
| اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی | نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه |
| اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ | څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه |
| اختر ته ډېره خوشالېږم | زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه |
| اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي | دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه |
| اختر د واړو مبارک شه | دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه |
| اختر دې تا ته مبارک شي | چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه |
| اختر له تا سره ښایېږي | نور خلک خوشې د اختر تپوس کوينه |
| اختر نژدې دی روژه لاړه | ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه |
| اختر نژدې دی ياره راشه | مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه |
| اختره ستا د برکته | د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه |
| اخر به مرم پاتې بۀ نه شم | ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه |
| اخر بۀ پاتې شې ميدانه | مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه |
| اخر بۀ خاورې شې بدنه | که دې هر څو پر وطنو وګرزومه |
| اخر بۀ خاورې شې جانانه | ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه |
| اخر بۀ خاورې شې صورته | که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه |
| اخر بۀ دا دنيا شي ورانه | تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه |
| اخر بۀ کند کچکول راواخلم | چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه |
| اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم | که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه |
| اخر بۀ وران شې پېښوره | د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه |
| اخر ته داسې درته وايم | اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه |
| اخرنی ځای دې لحد دی | ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه |
| اخيري ورځ ده راته ګوره | بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه |
| ادکې مورې څراغ بل کړه | د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه |
| اذان پۀ ځنډ کوه طالبه | زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه |
| ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو | که مې له سرو سترګو ويني تويومه |
| ارمان ارمان تېره ساعته | پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه |
| ارمان ارمان خپله وطنه | د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه |
| ارمان ارمان د دا دا کوره | د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه |
| ارمان ارمان دی لويه خدايه | چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه |
| ارمان به وکړې وخت به تېر وي | بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه |
| ارمان به هلته زما درشي | چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه |
| ارمان به هلته زما درشي | چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه |
| ارمان به هلته زما درشي | چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه |
| ارمان به هلته زما درشي | چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه |
| آسمانه درز وهه راولېږه | په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه |
| اسماني تندر شوې جانانه | په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه |
| امانتي مې ګور کې کېږدئ | که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه |
| آواز يې اورم کتی نشم | په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه |
| اوبه د بر ګودر خوږې دي | زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه |
| اوبه د کوز ګودر خوږې دي | لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه |
| اوبه دکوز ګودر خوږې دي | زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه |
| اوبه دهر ګودر خو ږې دي | جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه |
| اور چې بليږي اخر مړ شي | د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه |
| اوښکي مې سيند غوندې بهيږی | بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه |
| اول به ته ورته حيران شې | که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه |
| اول به کله کله غم و | اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه |
| اول دې ويل چې رامين شه | اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه |
| اول مې فکر درته نه و | اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه |
| ايمان دې ښه راته معلوم دی | په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه |
| بابا ته لاړې سوال دې وکړو | په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه |
| بابادې ماوژلی نۀ دی | چې راته نيسې دزړې ولې بندونه |
| باباکوچيانوته مې ورکړه | چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه |
| باباګلان دباغه راوړه | زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه |
| بابامې نۀ درکوي ياره | لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه |
| باباولي پرکندهاردی | زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه |
| بابوټيکس دې بېرته واخله | زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه |
| بابوټيکس دې بېرته واخله | مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه |
| بابوکره زموږ وطن دی | جندوله تاته سلامي راغلی يمه |
| باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي | ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه |
| باچارخصت راکه چې ځمه | چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه |
| باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی | جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه |
| باد د جنت پکې لګيږي | د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه |
| باددبهۍ پۀ کې لګېږي | دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه |
| باددپغمان له لورې راغی | زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه |
| باددخوتن دی راالوتی | ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه |
| باددې پلوله مخه يوسه | چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه |
| بادسبازماقاصد شه | زماشيرين اشناته يوسه سلامونه |
| بادسبايارمې ويښ نه کړې | دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه |
| بادمې ديارله لورې راغی | پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه |
| بادنن له پاسه که ښکې دی | بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه |
| باده پربادمې سلام وايه | پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه |
| باده په باد مې سلام وايه | په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه |
| باده دخدای روی مې دروړی | ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه |
| باده ديارحالونه راوړه | ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه |
| باده ديارله لورې راشه | ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه |
| باده سلام پۀ جانان وايه | هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه |
| باران داوښکومې ورېږي | بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه |
| باران که اوري باک يې نشته | واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه |
| بارانه ورو ورو واورېږه | دمسافرجانان مې نشته دالانونه |
| بارانه ورو، وروپرې ورېږه | په مسافر اشنا مې نشته دالانونه |
| بارانه ورو، وروپرې ورېږه | وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه |
| باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی | ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه |
| باغ چې دزاغ پۀ حواله شي | بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه |
| باغ له دې تله مناسب نۀ دي | پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه |
| باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي | لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه |
| باغچې دګلوشوې سمسورې | باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه |
| باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو | چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه |
| باغوانه پاڅه چې سهار دی | ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه |
| باغوانه ورشه باغ سوتره که | سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه |
| باڼه دې مړه دي ښکته ګوري | لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه |
| باڼه دی ورو جګ کړه شير ينې | ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه |
| بدن درياب زړه مې ګودر دی | د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه |
| بړستن دې واغوسته ويده شوې | په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه |
| بله ډيوه شه راته کښېنه | زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه |
| بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو | زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه |
| بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته | چې په خالي مړوند دې سر ولګومه |
| بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ | زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه |
| بورا به خدای په گلو موړ کا | باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه |
| بيا به پدې کلي رانشم | د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه |
| بيا به د کلي په منځ نه ځم | د کلي منځ دلېونۍ ورسېدنه |
| بيا به ديار کلي ته نه ځم | په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه |
| بيا به دې نوم په خوله وانخلم | بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه |
| بيا به نرۍ جامې ونکړم | باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه |
| بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه | ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه |
| بې غېر له تا مې عمر ګران دی | زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه |
| بې ننګه ننګ راباندې وکړه | سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه |
| بې وفا هله راته وايه | چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه |
| بېګا مې مړ په خوب ليدلی | سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه |
| بېګاه په خوب کې ژړا راغله | د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه |
| بېلتون په هر چا مېلمه کيږي | ماته چې راشي نو کلونه تېروينه |
| بېلتون د خلکو د خندا کړم | ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه |
| بېلتون دې قدر رامعلوم کړ | اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه |
| بېلتون يواځې په ما ندی | بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه |
| بېلتون يوازې په ما ندی | د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه |
| بېلتونه راشه ستړی مه شې | زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه |
| بېلتونه کور دې راته ښايه | د زور دې نه يم ننواتې به درځمه |
| بیا به منګی ته ګو تی نه کړم | مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه |
| پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی | جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه |
| پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی | مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه |
| پاس پراسمان راشه رامداره | داسمې لارې راڼېزونيولې دينه |
| پاس پراوږودې منګی مات شه | چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه |
| پاس پربام مه خېژه کوترې | پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه |
| پاس په کمره ولاړه ګله | نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه |
| پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو | د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه |
| پاس په ګودر ولاړه ګله | يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه |
| پاس په ګودر ولاړې ګله | نصیب د چا يې او به زه در خيژومه |
| پاس په هوا راشه جانانه | لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه |
| پاس په هوا راشه جانانه | د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه |
| پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې | چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه |
| پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري | اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه |
| پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای | نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه |
| پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو | جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه |
لندي پښتو شعرونه ، لنډي پښتو،
Home
Pashto Messages
Pashto Poetry
Pashto Shairi
pashto SMS
pashto Tapay
ب ٹپے
پشتو ارمانی
پشتو ٹپے
پشتو شاعری
پشتو میسجونه
پښتانه
دپشتو ا
دپشتوشعرونہ
لندي پښتو شعرونه ، لنډي پښتو،
د پشتو ا , ب ٹپے
د پشتو ا , ب ٹپے
لندي پښتو شعرونه ، لنډي پښتو،
Labels:
Pashto Messages,
Pashto Poetry,
Pashto Shairi,
pashto SMS,
pashto Tapay,
ب ٹپے,
پشتو ارمانی,
پشتو ٹپے,
پشتو شاعری,
پشتو میسجونه,
پښتانه,
دپشتو ا,
دپشتوشعرونہ,
لندي پښتو شعرونه ، لنډي پښتو،

No comments:
Post a Comment