• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    《::- افسانہ -::》 《* اخری پیغام *


    》 لیک : " ارشد جان شہکار "
    کلہ چہ د سوات پہ یو وړوکی غوندے کلی کے د خکومت د طرف نہ دا اعلان اوشو چہ پہ نیمہ ګنھټہ کے دننہ دننہ د خپلو کورونو نہ اوځئ او خپل کورونہ خالی کړئ ھم دغہ وخت د اسرار د وادہ جنجیان د نبیلې د پلار پہ حجرہ کے د نبیلې د ډولئ د راغشتو پہ انتظار کې ناست وو .
    د اسرار کلے د یو سو کورونو پہ شکل د غر پہ سر او د نبیلې کلے ھم د دغه غر پہ لمن کے لاندې اباد وو .
    خو د دغے کلو دا رواج وو چہ د وادہ ھلک بہ د خپل وادہ پہ جنج باندې نہ تلو او نہ ئي د پالنگ د ختو دستور وو .
    اسرار یوازې پہ خپل کور کے ناست وو او دا سوچونہ ئے کول چہ ھاغہ نبیلہ بہ نن زمونګ کور تہ پہ سرہ جوړہ کے راشی د چا چې ما څلور کالہ پہ دوبئ کے او یو کال پہ کلی کے انتظار اوکړو . ھاغہ نبیلہ بہ نن زمونګ د کور پہ درشلو قدمونہ کیدی چا چې ماسرہ د یوے کلکې پختنې پہ شان خپل ھغہ لوظ ھم پورہ کړو چې " اسرارہ کہ ستا نہ شوم نو د ھیچا بہ نہ یم " ھاغہ نبیلہ بہ پہ ډکہ خلہ نن ماتہ زما نوم واخلی چا چې زما د مینې د خاطرہ د ډیرو مالدارو مالدارو خلقو د رشتو نہ انکار کړے وو . ھاغہ نبیلہ بہ نن مونگ کرہ د ھاغے نختر سوری تہ کینی کوم چې ھغې پہ ماشوموالی پہ خپل لاسو کرلے وو .
    اسرار ھم دې سوچونو کې پروت وو چہ شور شو د کورہ بهر راووتو او چې یو خوا بل خوا ئے اوکتل نو لویو او وړو یو شان منڈې وھلې او د غر نہ کوزیدل . اسرار د خپل کور مخې تہ ولاړ وو حیران حیران ئې کتل چہ یو بوډا کا کا ورتہ د شا نہ اواز ورکړو چې بچے راځہ کنہ تا دا اعلان نہ دے اوریدلے ؟
    چہ پہ نیمہ ګھنٹہ کے خپل کورونہ خالی کړئ ؟
    د اسرار ذھن د خپل وادہ پہ ورځ ھيڅ کلہ ھم دا خبرہ نہ اخستہ بس دومرہ ئے ورتہ اووے چہ اخر کا کا زمونگ ګناہ څہ دہ ؟ واپس کور تہ لاړو کټ کې سملاستو او خپلې ډولۍ انتظار ئې کوو .
    بل خوا د نبیلې د کور نہ د اسرار د جنج خلق خپلو کورونو تہ واپس تلو تہ ھم جوړ نہ شو څوک سرتور ، د چا څادر پہ سر ، سوک بې لوپټو پہ یوہ جوړہ جامہ کے بې پیسو بې ټکو دوہ لاسہ دوہ خپې راووتل کورونہ ئے ډک پریښودل او چرتہ د پر امن علاقې پہ تکل کې ئې ګړندی ګړندی او ھیبت ناک قدمونہ اغشتل او پہ تلو تلو کې بہ ئې پہ شا خپلو ډکو کورونو تہ پہ مایوسہ نظر ھم کتل .
    نبیلہ ھم پہ دغہ خلقو کے روانہ وہ د وادہ جوړہ ئې اغوستې وہ او د مور خیرنہ لوپټہ ئې پہ سر وہ . د نکریزو سرې خپې بہ ئے قدم پہ قدم پہ خپلو ماتو بنګڑوېایښودې خو ولې پہ درد ئے نہ پوھیدہ . د کمڅو څہ ولونہ ئے تڑلي او څہ پرانستي پاتې شو . د دواړو سترګو اوخکې ئې پہ سنګار شوی مخ داسې ښکاریدې لکہ چې یو ناګہانہ غم د ھغې د نیمګړو ارمانونو نظر ماتوی . څو قدمہ پس بہ ئې پہ نا امیدہ نظر شا تہ اوکتل او پہ ژړغونی اواز بہ ئے اووے چہ اسرارہ راشہ کنہ تہ څہ شوے ؟
    د اعلان نہ پس پہ نیمہ گنھټہ کے صرف شپږ مینټہ پاتې شو بد قسمتی دا وہ چہ دغہ وخت ټولو موبائیلو ھم کار پریخودہ . کلہ پیادہ او کلہ ګاډی کې خو پہ یو شيپہ او یو ورځ کې دغہ خلق یو پر امن علاقې تہ راورسیدل .
    او ھلتہ څوک پہ کرایہ ،څوک خپلوانو کرہ ، او څوک پہ سکولونو او کالجونو کے استوګن شول .دویمہ ورځ پس چہ کلہ اسرار د خپلې کوټې نہ بهر راووتہ نو پہ موبائیل ئے سګنلې ھم راغلې او ورسرہ د نبیلې یو میسج یعنی " پیغام " ھم وو نبیلې لیکلے وو چہ اسرارہ ما ډیر کوشش اوکړو خو ستا موبائیل بند راتلو ځکہ د میسج پہ زریعہ دا پیغام درلیګم چہ دغلتہ خپل ډیر خیال ساتہ ستا ژوند زما د ارمان امانت دے . زہ ھم ستا یم خو بس د څو ورځو خبرہ بہ وی خو کہ ستا یو ویښتہ تہ ھم نقصان اورسیدہ نو زہ بہ ژوندۍ پاتې نہ شم . اسرار چہ د نبیلې دا پیغام اوکتو نو د خبرو ئې ورسرہ ډیر کوشش آوکړو خو ولې د موبائیل سګنلو اجازت نہ ورکوو بیا ئې ورتہ د لیک پہ ذریعہ د خپل موبایئل نہ پیغام اولیږہ اسرار ورتہ اولیکل چہ نبیلې دلتہ صرف د بمونو د ډزو اوازونہ اورم او داسې ښکاری چہ ټول کلی کې بسې یو زہ پاتې شوے یم کور کے چې د خوراک څښاک څہ وو ھغہ ھم پہ ختمیدو دی خو بس تہ فکر مہ کوہ زہ بہ د اخری سلګۍ پورې ستا انتظار کوم او اخر کې ئے ورتہ د پښتو دا شعر ھم اولیکہ چہ ...
    د انتظار اسرې اغشتے دے تقدیر نہ منی
    سود مے لا اوس ھم ستا پہ لوظ د ارمان کیګی 
    څو ګنټھې پس چہ نبیلې تہ دا پیغام اورسیدہ نو زړہ ئے لګ ډیر قرار اوموندہ او د ھغې ټولو خبرو جواب ئے صرف پہ دې یو شعر کې ورکہء چہ ....
    څومرہ چې وائې انتظار بہ اوکړم
    اوسپنہ نہ یم چہ بہ زنګ اوکړمہ
    اسرار چې دا شعر اوکتو نو پہ ژړا شو او لاسونہ ئے پورتہ کړل چې اے خدایہ دا څہ کیږی دا مونګ تہ خپل کور کلے او وطن ولې اوور شو ؟ دا زمونگ سیندونہ غرونہ او نخترونہ چا د نظرہ کړل ؟
    بس د دغې ورځې نہ پس د اسرار د طرف نہ د پیغام رابطہ ختمہ شوہ . نبیلې بہ ډیر پیغامونہ لیږل خو د اسرار د طرف نہ بہ ھیڅ جواب نہ راتلو .
    یوہ ورځ ماښام د نبیلې کشرې خور بې وارہ بې وارہ چغې جوړې کړې چې باجی باجی راشہ پہ موبایئل د اسرار خان جی نمبر راغے څہ پیغام ئے راولیږو ؟نبیلې چې موبایئل اوکتو نو لیکل شوي وو چې " زہ یو فوجی یم پہ دې موبائیل ستاسو د نمبر نہ ډیر پیغامونہ راغلي وو ما اوکتل خو زہ صرف پہ دې اخری پیغام کې  د ھغې  ټولو پیغامونو جواب درکوم او ھغہ دا چہ دا موبائیل د یو زلمی د لاش سرہ خوا کے پروت وو د لاش پیژنگلو نہ کیږی خو د موبائیل پہ سکرین ئ د اسرار نوم لیکلے شوے دے *

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews