(ليک مراد لائق)..
لنډه کیسه یا افسانه هغه نثري کیسې ته ویل کیږي چې په یوه ناسته کې ختمه شي
پښتو ادب ته که څه هم په هنري توګه لنډه کیسه له لویدیځ نه د هند په لاره راغلې،خو له پخوا راهسې لنډه کیسه په پښتو اوپښتنوکې په شفاهی ډول موجوده وه
که وکتل شي د شپې پر مهال به مشرانو خپلو بچو او نمسیانو ته د پاچاهانو، شهزادګانو،ښاپیریو،او دیوانو کیسې کولې
په پښتو ادب کې تر ټولو لومړی لنډه کیسه ښاغلي راحت زاخیلی د"کونډه جینۍ"په نوم لیکلې، چې بیا وروسته نورو ډیرو لیکوالو په لنډه کیسه طبع ازمایي وکړه او ډیرې ښې،ښې تجربې یې پکې وکړې

....دلنډې کیسې ډولونه......
لنډه کیسه یا افسانه درې ډوله وی
واقعاتی لنډه کیسه
ماحولي "چاپیریالي" لنډه کیسه
کرداري لنډه کیسه
لنډه کیسه یا افسانه درې ډوله وی
واقعاتی لنډه کیسه
ماحولي "چاپیریالي" لنډه کیسه
کرداري لنډه کیسه
دلنډې کیسې لپاره ترټولو اړینه داده چې"پیښه"یا واقعه دې په رښتیاو ولاړه وي،یانی هغه پیښې چې په ټولنه کې شونې وي،که یو لیکونکی یوه داسې واقعه دلنډې کیسې لپاره په نظرکې ونیسی چې هغه د ټولنې سره هیڅ مطابقت او برابری نکوي نو بیا دقبولیت درجه نشي خپلولی،ځکه چې پیښه یا واقعه دټولنې په غیږه کې زیږي، او حرکت پیداکوي او لازمه ده چې پیښه او ټولنه دې یوتربله اړیکي ولري،نو یوه داسې پیښه چې نه په ټولنه کې شونتیا لري،نه ورسره دټولنې برابری کیدای شي،نو په ځای ددې چې لیکوال په لنډه کیسه کې رښتینولي او صداقت بیان کړي بلکې د هغې نفي وکړي
................................
..په پښتو ادب کې لومړنۍ لنډه کیسه..
................................
..په پښتو ادب کې لومړنۍ لنډه کیسه..
وړاندې هم دایادونه شوې چې لنډه کیسه دخارج نه دهند پرلاره پښتو ادب ته راغلې او بیا یې پرمختګ کړی دی،خو تر ټولو لومړی چې په پښتو ژبه کې کوم شخص لنډه کیسه لیکلې نو هغه سید راحت زاخیلی صیب دی
یوه خبره بله هم اړینه ګڼم چې په پښتو ادب کې دلومړۍ لنډې کیسې له امله نوموړی دمعاصر ادب پیلونی هم بلل کیږی،خو دا ځانته بحث دی
دسید راحت زاخیلی لومړۍ لنډه کیسه "شلیدلې پڼه"په کال 1908م کې خپره شوه خو بیا وروسته یې د "کونډه جینۍ"لنډه کیسه په 1917م کال کې خپره شوه
د ادب پوهانو په اند ښایی شلیدلې پڼه به دلنډې کیسې په معیارپوره نه وي
استاد قلندرمومند په یوه مقاله کې لیکی"چې دمحترمې سیده بشرابیګم په عقیده دپښتو لومړنی کیسه لیکونکی ابوالمعانی ازادګل دی"خو د قلندرمومند په نظر "لړم پیرنګی"چې خپل نوم یې جي لویمر دی لومړۍ د پښتو لنډه کیسه لیکلې
خو دغه نظر سره چااتفاق نه دی کړی او ټول په دې هم نظره دي چې لومړنی افسانه نګار راحت زاخیلی دی
..............................
.دلنډې کیسې پیل د"ویښتیا"په پړاو کې.

خبره که داسې پیل کړو چې د ادبي دورو، اوپړاونو په هکله دڅیړنکارانو او شننکو نظرونه سره خپل ترمنځه مختلف دی او لاتردې دمه پرې یوې پریکنده پریکړې ته نه دي رسیدلي
خو دلته موضوع دلنډې کیسې په اړه ده چې په افعانستان کې کله دلیک ډګرته راووته؟
څیړنکاران وایي چې لنډه کیسه د"ویښتیا"د پړاو زیږنده ده خو لکه چې وویل شو چې د ادبي دورو،اوپړاونو په هکله اختلاف دي،نو همدا راز د ویښتیا دپړاو په اړه هم خبره یوه نه ده،ځینی څیړنکار ورته د"پرمختیا او پراختیا"پړاو هم وایی او دکالونو تعین یې هم یوتربله مختلف دی،خوبیا ځینی شنونکي په دې اند دي چې"دظاهرشاه د سلطنت په دوهمه لسیزه کې پښتو ادب له یوې خوا دپښتو ژبې دتعمیم او پیاوړتیالپاره،او له بلې خوا په هیوادکې د ډموکراسۍ دریفورم غوښتنې له نهضت سره په ملګرتیا کې ډیر زر نوی پړاو ته داخل شو اودغه د ویښتیا پړاو بلل کیږي او له دې نظرسره اتفاق هم کیدای شي
د ویښتیا پړاو زیات شعرونه او لیکنې،اجتماعي او سیاسي رنګ سره اړه لري
وایي چې د "ویښ زلمیانو"په مرامنامه کې د"پښتو ژبې له وده ورکول"فقره هم شامله ده،شنونکي داهم وایي چې د ویښتیا دپړاو په ادبیاتوکې کله کله دسیوسیالیستي ریالیزم بیلګې هم لیدل کیږي خو ددغه وخت مسلط ادبي میتود انتقادي ریالیزم دی چې د شعر،لنډې کیسې،ادبي ټوټو، ډرامې،طنز او مقالو په بیلابیلو ژانرونوکې یې ځان ښودلی دی
د ویښتیا د پړاو ځینې لیکوال او شاعران بیاپه دغه پسې په بل پړاو کې چې د "اوښتون"په نوم دی لازیات فعال شو اوډیر اثار یې د اوښتون په پړاوکې چاپ شول
د ویښتیاپه پړاو کې سعدالدین شپون،موسی شفیق،نورمحمد تره کي،استادحبیبي،غوث خیبری،احسان الله هیر،کبرا مظهري،قتیل خوږیاڼی،یوسف ساپی،سلیمان لایق،عبدالله بختانی،ګل محمد نورزی،محمددین ژواک،حبیب الله تږی او نور...لنډې کیسې ولیکلې او دغه د لنډې کیسې د لیکلو لومړی دور دی
................................
..دپښتوادب دریمه دوره اوپه پښتونخواکې لنډه کیسه..

دپښتوادب دریمه دوره چې معاصره دوره هم بللی شي خو بیا یوشمیرادب پوهان د معاصر دنوم سره اتفاق نه کوي او وایي چې داکه معاصره دوره وبولو نو ورپسې بلې دورې ته به څه نوم وایو؟ دوي وایي معاصره یاهمعصرتوب خوتل عمري نه وي نوسمه ده چې دریمه دوره یې وبولو .رابه شوخپلې خبرې ته په پښتونخواکې ددغې دورې دوه پړاونه یادشو ي دي که څه هم دپښتونخوا دوو نامورو ادب پوهانو ایوب صابرصیب او ډاکټراعظم صیب پړاونوته ددورو نومونه اخستي دي او ددوی په ویناچې1948م پورې دپښتونخوا دلنډې کیسې یوه دوره او وروسته له دغې نه چې تراوسه پورې ده بله دوره چې دوي دافسانې جدیده دوره په نوم هم یاده کړې ده
ددغو دورو په کیسه لیکونکو کې راحت زاخیلی،سربلندخان دبدرښو،عبدالخالق خلیق،عبدالکریم مظلوم،مهدي شاه مهدي،سیدرسول رسا،ماسټرعبدالکریم،شیرزمان طایزی،قلندرمومند،اجمل خټک،همیش خلیل،نادرخان بزمي،مبارک سلطانه شمیم،زیتون بانو،طاهراثرافریدی،عبدالغفران بې کس،ولي محمدطوفان،ارباب رشیداحمدخان،طاهربخاري،رضامهمندي،اشراف حسین احمد،سعدالله جان برق،حسن خان سوز،هدایت الله خټک،سحریوسفزی،
محمداعظم اعظم،قمرزمان قمر،سیف الرحمن سید،عبدالکافي ادیب،اکمل اسدابادي،اشرف دراني،ساحرافریدی،شاهدخټک،الهام ګل نسیم،ثروت جهان کوکب،مظهرشاه کاکاخیل،جامدادخټک،ربنواز اورکزی،اکرام الدین اکرام،او نور
خو دغوخبروته په ځواب کې استاد روهي لیکي په عام ډول دپښتوادبیاتومعاصره دوره یوه دوره ده او ددورې په منځ کې بله دوره نه راځی نو بهتره به وي چې مونږ ددورو په منځ کې دادبیاتو انکشافي جریانونه دپړاونو په نامه ونوموو، وړاندې د ده په وینا په افغانستان کې دپښتو معاصره ادبی دوره له 1910راهیسې شروع کیږي او ددغې دورې ادبیات د روښانتیا،ویښتیا او اوښتون په پړاونو کې انکشاف کوي
ددپښتونخوا ددغې دورې ادبیاتو په دوو پړاونوکې پرمختګ کړی
داستاد روهي په ویناچې لر اوبر دپښتو ادب یو دی خو په هغوبرخوکې چې له ټولنیز،سیاسی تعهدسره اړه لري دکوزې پښتونخوادادبیاتو محتوا، دبرې پښتونخواله هغې سره توپیر لري
داستاددخبرو په ځواب کې سرمحقق زلمی هیواد مل صیب لیکلي چې استاد روهي دپښتوادبیاتو معاصره دوره د افغانستان اوپښتونخوا په دوو حوزوکې سره مطالعه کړې ده چې ددواړو حوزو دبیلې،بیلې مطالعې لپاره یې کوم دلایل وړاندې کړي زماپه پوهه دمننې او ستاینې وړ دي،وړاندې دپښتونخوا شمالي او جنوبي دپرمختیابهیرونه یادوي چې پام ورته د استاد له لورې نه دی اوښتی او لیکي خوزمادمطالعې له مخې دپښتونخوا په شمالي او جنوبي برخوکې سره له دې چې دواحد سیاسي نظام له خوا اداره کیږي دادبیاتود هستونې اوپرمختیابهیرونه یوشان نه دي نوباید چې دادواړې برخې ددوو ځانګړیو اساسي حوزوپه حیث ومنو چې دیومرکز پیښور اودبلې هغې کوټه ده
.................................
..په وروستیومهالونوکې لنډه کیسه..

په افغانستان کې دپښتوادب د ادبي دورو اوپړاونوپه اړه دادبپوهانو دبیلابیلو نظرونووړاندې یادونه شوې ،خو په دې وروستیوکې هم دغه اختلاف په اختلاف پاتې شو،که څه هم ځینې هاغه ادبپوهان چې دپښتوادب دادبي دورو اوپړاونو ټاکنې یې کړي اوس موجود نه دي
بویه چې په اوس مهال کې ادب پوهان ددغو ادبي دورو او پړاونو په اړه ټول خواره واره نظریات اواختلافات راټول او خپل ترمنځه پرتله کولو نه وروسته پرې یوې موافقې ته ورسي
په دې وروستیو مهالونوکې هم دغه لړۍ روانه ده، ځینو ورته د دریمې دورې دریم پړاو د"اوښتون"دپړاو نوم یاد کړی خو بیایوشمیرپه دې نظر دی چې اوښتون پړاو نه دی بلکې له دغه وخته دادب څلورمه دوره پیل شوې،او په یو وخت پکې بیلابیل پړاونه ترسره کیدل لکه په افغانستان کې ادبیات...په پښتونخوا او نورو ځایونوکې دکډه شویو افغانانو بل ډول ادبیات..همداراز په دغو پسې نورپړاونه چې ترسره شوي اوتر دې دمه رارسیدلي دي
ددغه دورې کیسه لیکونکي دي.افغانپور،زرین انځور،عبیدالله محک،اکبرکرګر،بریالی باجوړی،مصطفی جهاد،احسان الله ارینزی،خالق رشید،بشیردودیال،ګل احمد نظري،شاه محمود حصین،حبیب الله زړه سواند،نورمحمد سهیم،محمدعیان عیان،بسم الله حقمل،محمد نبی صلاحی،غوټۍ خاورې،ستانه میرزهیر،شریفه شریف،پښتون بهرامزی،سهراب دیدار،پیرمحمد کاروان،اکبربری،صفیه صدیقی،وږمه سبا
ددغې دورې نورهم ډیر کیسه لیکونکي شته چې دامهال د راقم دمطالعې نه بهر دی

...ماخذونه...
۱"دپښتو دادبیاتو تاریخ
۲"خورې پاڼې
۳"دپښتو دشعر مانوي تو کي
۱"دپښتو دادبیاتو تاریخ
۲"خورې پاڼې
۳"دپښتو دشعر مانوي تو کي
No comments:
Post a Comment