• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    دحمزه بابا یوشعر. یونظر یو جاج (۲)



    (لیک مراد لائق).....په تیر پسې....
    اوس به راشو د جديدې فلسفې پۀ لور لۀ دې نه علاوه د جديدې فلسفې هم څلور فکري مکتبونه دي چې پۀ دې ډول دي.
    1. ثنويت
    2. تصوريت
    3. ماديت
    4. ارتباتيت
    " ثنويت::: د ثنويت ټوله اډاڼه پۀ حياتي او غير حياتي صفاتو باندې ولاړه ده. حياتي صفات لکه، علم، اراده، شعور، بينايي، شنوايي او دا راز نو چې دا پرته لۀ ژونده انسان پۀ فکر کې هم نشي راوستلاى او غير حياتي صفات لکه طول، عرض، عمق، رنګ، شکل، وزن، رڼا، حرکت، حرارت او برودت او دا راز نور چې ددې صفاتو لۀ ژوند سره څۀ خاص خصوصيت نشته. دا پۀ مړ او پۀ ژوندي بلکه پۀ واړه موجوداتو کې موندل کيږي.
    ددې د فکري مکتب دوه بنسټيز حدود دي چې يوۀ ته حيات مطلق يا "روح" وايي او بل ته "ماده" چې د غير حياتي صفاتو منبع يا سرچينه ده. داسې خيال د "ارسطو" پۀ فلسفه کې هم موندل شي او پۀ جديده طبقه کې د "ډيکارټ" سره يوه لويه ډله ددې فکري مکتب حامي ده. 2. تصوريت: دا ډله وايي چې د حياتي او غير حياتي ياني د دواړو صفاتو سرچينه يوه يا دوه نۀ وي، بلکه د دې دواړو سرچينه "روح" يا حيات دى، ددې فکري مکتب د "برکلاى" نه واخله تر برګسان پورې فلسفيان قايل دي.
    3. ماديت: ددې فکري مکتب دا فکر دى چې ددې دواړو ډلو صفاتو سرچينه فقط "ماده" ده، د دوى پۀ نزد د هر څيز منبع او ماخذ ماده ده.
    4. ارتباتيت: ددې فکر مکتب دا فکر لري چې دا درې واړه مذکوره ډلې نۀ پوهيږي. او درې واړو ته د شک پۀ نظر ګوري، نو ځکه ددې نوم ارتباتي ياني شکې ډله مشهوره ده، د دوي د فلسفې بنيا دادى چې پۀ دنيا کې دا هر څۀ کۀ حياتي دي او که غير حياتي صفات، مادي دي او که روحاني، دا ټول مونږ ته معلوم نۀ دي چې ددې حقيقت څۀ دي، بلکه هغوي دا وايي چې دا هر څۀ زمونږ د ادراک د سرحد نه بيخي لرې دي، مونږ دا د پوهې پۀ دايره کې نشو راوستلاى تر دې پورې چې پۀ دې فکر کول هم فضول کار دى. ددې ډلې جديد او لوي مشر پۀ يورپ کې "هيوم سپنسر هکسلى" دى. پۀ مسلمانانو کې د وحدت الوجود نظرئييه د صوفيانه فلسفې يو اهم څيز ګرځيدلى دى. او لويديځ کې هم پۀ عيسوي تصوف تر ډير حده اثر انداز دى. د اهل تصوف تر منځه پۀ دې اړه دوه نظريې دي ياني يوه "وحدت الوجود" او دوهمه "وحدت الشهود" نوميږي، د وحدت الوجود د عقيدې د مسلمانانو صوفيانو پۀ زړونو کې لۀ دريمې پېړۍ هجرۍ پۀ اختتام ځاى وکړ او "حسين ابن منصور حلاج" ٣٠٩ مړ" غوندې شخصيت ددې ښکاره ثبوت دى. خو بيا څۀ وخت چې پۀ اومه پېړۍ هجرۍ کې د فلسفې تدوين او تشکيل پۀ باضابطه توګه د يوې ډلې پۀ لاس وشو نو هغوى تصوف د فلسفې پۀ رنګ کې رنګ کړ او يو مخصوص الهيات فکري نظام يې منځ ته راوړ. د نوموړې ډلې معلوم افراد ابوالمفتوح شهاب الدين حبش سهر وردي "٥٨٧ مړ" ابن سبعين "٦٦٨ مړ" او عفيف الدين بن تلسماني "٦٩٠ مړ" او د دوى ځينې نور همنواوو. خو چا چې د دې عقيدې پۀ ډير ګرم جوشۍ تبليغ وکړ او دا ريښتيا هم دي چې د ابن عربي ذات د دغه فلسفيانه تصوف د عروج وروستى منزل ثابت شو خو بايد دا هم ووايو چې ځينې پوهان د حسين ابن منصور حلاج پۀ اړه داسې فکر لري چې نوموړى د "حلول" د نظرييې معتقدو چې بيان به يې وروسته راشي. اکبر کرګر وايي: پۀ اسلامې تمدن کې دوه فکري جريانونه د غور او فکر وړ دي، دغه دوه جريانونه لۀ فلسفې او تصوف نه عبارت دي، وړاندې ليکي چې د فلسفې واقعي مسايل فلاسفر مطرح نکړل بلکې صوفي طرحه کړل. د صدق او اخلاص مشکله لاره يې غوره کړله. فلاسفر د مسلې د حل لپاره د ارسطو او افلاطون پۀ وېنا اتکاء وکړه. فقيهـ د ديني ارشاداتو ظواهرو ته پنا يوړه خو يوازې صوفې ځانته مراجعه وکړه، او د شخصې تجربې لاره يې غوره کړه. دا ظاهره ده چې حمزه بابا د ابن عربي پيروکار يا پۀ بل عبارت چې د وحدت الوجود د مکتب فرد دى او د نظريې يعنى "وحدت الوجود" مفهوم يې دادى چې د الله نه سيوا د بل کوم څيز وجود نشته.
    يا خو هيڅ نشته دا واړه وهم خيال دى
    او کۀ وي نو بس د يار به وي وجود
    "حمزه بابا"
    ......جاري.......

    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews