د صفی سرحدی د افسانی ´´ زندگی کے خلاف مظاہرے میں شرکت ´´ نه ماخوذ۔
لیک: فیروز افریدے)۔)
دا د داسې ښارګوټي قیصه دہ چرته چې د لوږې تندې غربت او بې وسۍ د لاسه ھره ورځ کس دوه د خداﺉې د ذات او دینه بیزاره کیږی یا ترې چورلټ منکریږی۔ دوﺉي خپله یو هم خیاله ډله هم جوړه کړې ده چې کله سره په څه خبره یا مسله راغونډ شی۔
نو هر مذهب بیزاره په معاشره یا ټولنه کښې د راپیښو کشالو او شخړو په حقله خپل وړاندیزونه راوړي۔
اکثر په دې نتیجه ورسیږي چې دا ټوله لانجه د مذهب ده ۔
دغه خداﺉ چې د امیر او سرمایه داره طبقې د پاره یو نظام او د غریب پاره بل نظام چلوي۔
بیا مالدره پوٸي شه او خداٸي ٸي پوٸي شه مونږ دې پکښې نه یو۔
نن ھم په دې ښارګوټي کښې مذهب بیزاره خلق راغونډ شوي وو هر مشر خپل هم خیاله محلتیان راغوښتي وو۔
پرلت ئی وھلې دے
د ژوند پر ضد لاریون ته راوتلي وو،
زہ ھم په دې سوچ دغه پرلت تہ راغلم چی پہ دنیا کښې د قدم ایخودو وروستو شاید دا د انسانانو د ژوند پر ضد وړومبنئ لاریون او پرلت وي چې خلق ورته راغونډ شوي دي ۔
زه چې پرلت ته ورسیدم نو یو خیرن خچن مرګوني کس راته راجخت شو او د خپله انده ګویانه شو۔
د غریب ھم څه ژوند وي؟
لکہ د تورې چارمخکۍ په شان چې مڑہ هم شی بیا ھم په دیواله پورې لیوه انختي وي۔
او په مرگ ھم مونږ یروي۔
صیبه مونږ د دې سرمایه دارو نہ یریږو۔ ځکه زہ د دوئي پر ضد لاریون کښې نه ورګډیږم ۔
بس د لرې نه ئې تماشه کوم او سرمایه دار خو لکه د خدایانو پہ څېر دي ۔ خلق ئې عبادت کوي۔
د خدایانو پہ څېر د دوئي په پښو کښې دولت پروت وي ۔
دولت خو ژوند دے دولت چې نه وی ژوند نشته۔که وي ھم نو گاڼه وي۔
بس دا قصه به ھم داسې روانه وي ،د دې نه خلاصې نشته صیب۔
زہ په خپله ھم په دولت پسې مرم صیبه ټوله دنیا پیسه پسې لیونۍ دہ ۔
بیا ماته نور رانزدې شو او ګویانه شو ۔
ولې زہ غلطه خبرہ کوم څه ؟زہ خو وئیم چې داسې کس به نه وي چې په دولت مئین نہ وي ھغه که زہ یم او کہ ته ئی او که بل څوک؟
زہ خو وٸیم چې د دولت غلامي مې قبوله دہ خو چې ښه ډېر راسره وي۔
دولت زمونږ مور پلار نیا نیکه هر څه هر څه دي۔
دی مرګوني حال د بدن او جامو نه سخا بوئي راتلو ما چې څومرہ ترې ځان یو خوا ته کولو دا نور رانزدې کیدلو ۔
زړه مې صبر نه شو ورته می و وئیل سمه دہ بس اخوا ودریږہ سړیه زړه دې راته کچه کړو۔
څوک خدائې وھلې به وي چی تا سره بحث کوي۔
د دې خبرو نه پس چې هغه دځواب تہ ځان جوڑوه دغه وخت د ٹوخي یوه سخته دوره پرې راغله او نزدې وو چې راپریوتې وه څو هلکانو د مټو راونیو او یو طرف ته ٸې کښینوو۔
د دهٌ نه لا خلاص نه ووم چی د شا له اړخه یو بل بوڈا چې په خله کښې ئې ایکي یو غاښ لکه د لرګي نیغ ولاړ ښکاریدو په بدن بیخی ضعیف او مرگونې وو زما په اوږہ ﺉې لاس کیخود۔
او راته ئې اوئیل چی بابو صیب دولت د رنډۍ په مثال دے چې دلال ورته اوائي چې یار دې راغلو۔
دا ورته واٸي چې د کومې کوڅې ؟
زما خو زرګونه یاران دي۔
رنډئ خو چې د چا په غیږ کښې پریواته د ھغه دہ۔
هغه خو د ھر چا غیږې له ځي۔
د ھغې خو زرګونه یاران دي۔ شل ځل دې ځي زما پرې هیڅ اعتراض نشته خو مړه چې د دې ځینې نامردو غیږې ته خو نه تللې۔
دا وخت زمونږ په څنګ کښې ولاړ یو ښځونک غوندې سړي ته هغه وکتل۔
زما د ځواب نه مخکښې خوا کښی ولاړ ښځونک په غصه شو ۔
واہ مرگونیه۔
ولې دا دولت په مونږ راس نه راځی څه ؟ ۔
آخر مونږ بہ څه نه خورو څخو؟ ۔ او دا علاج میلاج او ټیس ټپاس به په څه کوو نامرادہ ۔
بوډا بیا ما ته مخ کړو او په خبرو شو۔
صیبه د داسې ھیجړا د لاسه زما د ګل په شان ښاٸیسته لور په کور ناسته دہ۔
بوډا لا خبرې کولې چی نا ساپه شور غوندې شو۔
یو بوډا سړے راپاسیدو ھم دغه د دی پرلت مشر وو او خلقو وئیل چی دغه سړے د دې ښارګوټي د مذهب بیزاره ټولګي اولینې کس دے۔
ھم دغه د دې ټولو مشر وو
د خبرو بنپو ئې خلې ته ونیوو او ګویانه شو ۔
ورونڑو۔
زمونږ پیسه پکار دہ ۔په نالیدلو خدایانو مونږ څه کوو؟
که مونږ چرې خدایان منلې نو بیا مونږ ته د خدائی پر ضد پرلت او لار یون کول پکار وو۔
خو مونږ ته معلومه دہ چې دلته معامله د خدائې نه دہ د دولت دہ۔
او بې له مال او دولته ھیڅ زندګي نشته ۔
دا کوم ژوند چی زمونږه دے دا مو نه دی پکار۔۔مونږ دولت غواړو او دغه دولت زمونږ د ژوند دپاره بنیادي تیګه ده۔
زمونږ داسې خوشې تشې د پابندو او بې له څه مال حاله بې دولته زندګي پکار نه دہ ، دولت او پیسه زمونږ د پارہ ھر څه دي۔
په پرلت کښې ناست شلیدلې خولۍ په سر کس غږ پورته کڑو۔پہ رښتیا چې اول نمبر مشر ٸې۔
مشر لاس راولاړ کړو او یو ځل بیا ٸې غږ پورته کړو۔
واورﺉ ۔
د چا په لاس کښې چې مال دے ھغه کس زورور دے ۔
ګورﺉ نه چې دا سرمایه دار د مال په زور زمونږ خوئیندی او لوڼه اوچتې کړي ۔لوپٹې ترې وتروړي۔
جامې ورته ریښې ریښې کړي عزت ئې تار تار کړي۔ او جنسي تیري پرې کوي۔
بیا خو ئې یا مړې کړي یا ﺉې په چا خرڅې کړي۔
ھغہ بې وزله بیا په رنډي خانو کښې د شرم د لاسه پراتې وي خپل بدن خرڅوي ۔
کورونو ته د شرمه راتللې نه شي ۔
ھغه بیا د ذلالت د ژوند تر آخري سلگۍ په دې ناسور اخته وي ۔
او دا ئې لا پاتې چې کوم بڑوا ٸې د جسم فروشۍ دلالي کوي هغه ځان ته مذھب پرست واٸي او ځان د خدائې مننونکې بولي۔
د دغه مجبورو بې وزلو بدن خرڅوونکی رنډیو پیسې ھم دغه دلال تر ټولو زیاتې اخلي۔
افسوس چې دغه مجبورہ رنډۍ نه ځان اخیستې شي او نه د ځان پوښتنه کولې شي ځکه چې په دغه د ذلالت په دهنده کښې راګیره وي۔
د پرلت د مشر دا تقریر لاجاري وو چی یو کس د لاندې نه غږ وکړو چې دا حرامیان دلالان زمونږ د بچیانو سرہ په مڑینه ھم غلط کاري کوي ۔مونږ له د دې څه لاره ګودره لټول او پوښتنه کول پکار دي۔ دا څومرہ سپک کار دے ۔پخواني مشرانو به داسې کار ته لویه گناہ وٸيله ۔
دا خو خوره زیاتې دے
مشر بیا غږ پورته کړو۔
ملګرو ۔
مونږ نن ځګه د ژوند پر ضد دا پرلت ورکړې چی پرون ورځ یو حرامی زما د لور د چا چې نسواني بیماري هم روانه وہ ورسرہ ئې په تک شنه زور د جنسي تیري هڅه کوله او چی دا مرداره هڅه ٸې شنډه شوه نو بیا ٸې ووژله
زمونږ د چم خلقو پرون ماښام ښخه کړه دغه حرامي دشپې بیا د قبر نه رابھر کړه او پہ مڑینه ٸې ورسره جنسي تیرې وکړو۔
مشر پہ ژړا شو ۔
بیا ٸې په سلګو سلګو کښې اوئیل چې دا زیاتې خو وشو د پاسه ئې پرې دا ظلم ھم وکړو چی کفن ئې ترې یوړو
نو که ھر څه ٸې کولې خو په لوڅ لغړ جسد خو به ٸې خاورې ور اړولې وې کنه چې بې حرمتي خو ٸې نه کیدله۔
زہ څه د هغه په څېر بړوا خو نه یم چې د ھغې پیسې واخلم۔
زما خو دغه ایکي یوہ لور وہ۔
د خلقو خو نورې لوڼه هم شته
مشر د ژڑا نه شین شو او په خوٹ خوٹ ئې وژړل۔
یو بل مشر پاسیدو د دې مشر د لاس نه ٸې بنپو واخیستو او په زورہ ئی غږ وکڑو چې وروڼو۔
د نن نه پس زمونږ د پلارانو نیکونو د وختونو پخوانې شمشان ګھاټ موجود دے
دا ستاسو د پارہ ویړیا دے۔
زه خو وٸیم چې که هر څو مونږ د خپلو دینونو نه ویزاره هم یو بیا هم زمونږ دنیکونو په طریقو کښې زمونږ پرده ده زما خو په اخلاص ټولو ته دا غږ دے ۔ چې د نن نه پس د چا چې ځوانې او ښائیسته لوڼه خوﺉیندې دي۔ ھغوئي دې د دوٸي مړي دلته زمونږ شمشان ګھاټ ته راوړي چې د خپلو سترګو وړاندې ٸې سوازوو۔
2 comments:
دا زما افسانه ده خو افسوس چې دا هم چې هر چا پوسټ کړې ده زما نوم ورسره نشته
فیروز اپریدی
بښنه غواړم نوم شته
Post a Comment