• www.hamarapashto.com

    Hamara Pashto

    pashto poetry , pashto shairi , pashto rahmam baba poetry , pashto ghazal , pahto tapay , pashto poetry images , ghani khan poetry , khatir afridi poetry ,Mili Poetry, afghan poetry , pashto kakarai tapay , pashto Videoes, Pashto Mp3 Songs,Pashto Books,


    جــانــانه تــه خو داســې نـه وې؛ دچــا خبــري دې ضــرورمنلې دينه , تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه , توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه , ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه , ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه , ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه , ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه , ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

    افسانہ : څلور ملٸین.....



    د فیصل نواز چودھری د افسانی پشتو ترجمه)                                                                                          (
    ترجمه کوونکے: فیروز افریدی

    د سویډن د سر ښار سټاک هوم دیو ٹلویزیونTV 5 نه نیغ په نیغه یو نماٸنده د عاجل خبر (بریکنګ نیوز) په توګه خبر ورکوي چې یو ترکي مسلمان خپله ځوانه لور په دې تور په مرمیو و وژله ، چې ھغې د یو سویڈیني ھلک سرہ مینه کوله۔
    دا د خپل عزت د پارہ(ھانر کلینگ) وژنه دہ۔ مسلمانان د خپلو لوڼو خوئیندو جبري ودونه کوي۔ پکار دہ چې حکومت په دې حقله سخت قوانین وټاکي۔
    د ناروې تمامو ټیلویزیونونو باندې ھم دغه بریکنگ نیوز پئیل شول۔
    ورسرہ ورسرہ په سوشل میډیا ھم ھغه ناروا پروپیگنڈا پئیل شوہ چی زما غوندې حساسه سڑي بیخي حق حیران کڑي چې د دې نه لوئې قیامت به لا بل ھم رادرومی۔ ؟
     دلته د دې اروپاٸی میډیا دا کار دے چې د اسلام او مسلمان خلاف یو وڑوکې خبر ھم د دوئې د نفرت انگیز پروپیګنډې د پارہ کافي وي۔
    بیا د داسې قسم پیښې وروستو د ایشین کمیونټی نه کس نیم خوشاټارې ھم ان لائین راواخلي او داسې ناروا پوښتنې تری کوي چې د اسلام او کلتور سرہ ئی ھیڅ برابري نه وي۔
    خو بس د تمامو ټولنیزو خرابیو او شخړو الزام بس په اسلام او مسلمان باندې د تپلو یوہ ھڅه وي۔
     په اوسلو کښې خو د اخبارونو کار دا دے چی پہ ځائي د دې چې د ترکي وګڑو جرائم د ترکو پہ سر واچوي او د ھغوئي سرہ ئې تر بحث لاندې راولي دا ھم دوئي د پاکستاني یا اسیاٸي مسلمانانو په سر ور تپي۔
    پہ خپل کور کښې یوازې ناست ووم بچي او میرمن مې وطن ته تللي وو ۔
    دغو چینلو او خبرو مې چې سر وګرځولو نو د کورہ بھر راووتم۔
    پیدل پیدل د اوسلو سنٹرم پورې لاړم۔
    نیم ساعت وروستو زہ بیا د د ښار پہ دغه مصروفه کوڅه کارل یوھان ( karl johan) کښې ولاړ ووم۔
    دغہ کوڅه street د خلقو نه ڈکه وہ۔
    ھر سړے په خپل کار کښې بوخت وو۔مسخریانو او مداریانو ھم د روزۍ گټلو د پارہ رنګ په رنګ تماشې پئیلې کړې وې ۔ زہ ھم د ساعت تیري په غرض دلته راغلې ووم۔
    ناساپي مې داسې محسوس کړل چې د یوې فاصلې نه یوې ټیلیوزیوني کیمرې زہ په خپله ولقه کښې اخیستې یم او زما ویډیو ئې جوړوله۔
     هغوٸي چې د ځان په لور متوجه ولیدم نو یو نمائیندہ ئې زما پہ لور رامخکښی شو او زہ ئې يوې ډډې ته ودرولم۔

    وئیل ئې چې مونږ دTV5 د پارہ یو لوئي پروگرام پئیلوو۔په دې پروګرام کښې به د ناروې د لوړې درجې د شوبز فنکاران ھم برخه اخلي۔
    ددې پروګرام موخه او مقصد د خلقو مورال معلومول دي ۔ھر کس چې په دې پروګرام کښې د برخې اخیستو د پارہ پہ پچه یا لاټرۍ انتخاب شو ھغه به پکښې برخه اخلي ۔
     او چې د پروګرام تر اخرہ پوری ورسیدو او د تیلویزیون غوښتنې ئې پورہ کړې ھغه له به څلور میلینه کراؤن په انعام کښې ورکول کیږي۔
    دا انعام تاسې ھم ګټلې شئ۔د لاټرئ د پارہ خپل نوم او ادرس مونږ سرہ ولیکئ۔۔کہ ستاسو نوم پہ پچه یا لاټرۍ کښې انتخاب شو ۔
    مونږ به بیا تاسو پہ دې لویه شوېیا پروګرام کښې راوغواړو۔
    ما ورته اوئیل چې اول خبرہ خو دا دہ چی زہ مسلمان یم۔
    دوٸیمه خبره دا چې ستاسو په دې میډیا زما باور نشته
    درئیمہ دا چې تاسو په نارویجن ټولنه کښې بدګماني او نفرت زیږوئ۔
    رپورټر راته مسکې شو او و وئیل چې ښاغلیه ممکن دہ چې ستاسې خبرہ صحیح وي خو زمونږ دا پروګرام د مختلف نوعیت دے پہ دې کښې مونږ د انسان وجدان ضمیر او مورال کچه معلوموو چی یو کس څومرہ مادیت تہ نزدې او بل سومرہ انسانیت ته نزدې دے۔
     مونږ د ځوانانو انجلیو او زلمو تر منځ دوستي جوړوو۔
    بیا ئې مختلفو ھیوادونو ته په چکر لیږو مونږ ګورو چې دوي د یوې نوي ژوند آغاز کوي که بس دا څو ورځې عیاشي کولو وروستو د بل ملګري لټون غواړي۔ګمان کوم تاسي به داسې قسم پروګرامونه په تیلیوزیونی چېنلو لیدلي وي۔
    زۀ ئې پہ دلائیلو قائیل کڑم بیا مې دا فکر ھم وکړو چی 4 ملٸینه کراؤن څه وړوکې رقم نه دے ۔که مې وګټلې نو ژوند به مې پرې جوړ شي ۔
    ما ورته خپل ادرس او ټیلفون نمبر ورکړو او د دوٸي له اړخه د معاہدې فارم مې دستخط کړو۔
    لږہ شیبه پس کور ته راستون شوم ۔پہ تیلویزیون ھم ھغه شان درز غوبل جوړ وو۔
     دوہ اونۍ وروستو یو بل فارم ئې په ډاک راولیږو چې په ھغې کښې ئې شرائط لیکلي وو چې
    1:پہ دی پروگرام کی فقط وادہ کړې جوړې حصه اخیستلې شي۔
    2:په دې پروګرام کښې ھغه کسان برخه اخیستی شي چې چا سرہ د ناروې تابیعت یعنی جنسیت وي
    3:که بالفرض په کومه موقع د دې پروګرام په وخت کښې د خپلې میرمنې سرہ بیلتون یا طلاق واقع کیږي او په داسې صورت کښې د 4 ملینو کراؤن انعام ګټی نو بیا به دغه میرمن په ټول ژوند کښې د دہ سرہ نه یو ځائې کیږی که چرته خلاف ورزی ئې وکړہ نو دا ګټلې پیسې به واپس کوي۔
    4:پروګرام به نیغ په نیغه په سکرین لائیو رادرومي او پہ دې کښې به تماشبین د ټکټ په واسطه شرکت کوي ،د ټکټ قیمت بہ 500۔۔1000 او 1500 سوہ کراؤن مقامي کرنسي وي ۔
    ما د شرائیطو فارم ډک کړو او دوئي ته مې په ډاک ورولیږلو۔
     څلور اونئ وروستو د تیلویزیون له اړخه یو مکتوب راغلو چی پکښی ئې ماته مبارکي رالیږلې وہ چې ستا د نوم انتخاب د کمپوټري لائیٹرۍ د لارې شوې دے ۔تاسې په فلاني تاریخ د خپلې کورنۍ د غړو سرہ راتللې شې۔
    په تیلویزیون به ھرہ ورځ د دې پروګرام د پارہ اشتہارات راتلل او دا ئې د ناروې پہ چینل TV5يوہ لویه نندارہ یا شو وبلله۔
    او خلقو ته ئې ترغیب ورکوو چې په دغه لویه نندارہ کښې خامخا شریک شئ۔
    په مقررہ تاریخ دوہ ساعته د نندارې پئیل کیدو وړاندې زہ
     د اوسلو تر ټولو لوئي تالار سپیکټرم ته ورسیدم۔
    ډیر تماشبین د وخت نه وړاندې رارسیدلي وو۔
    داسې بریخیدہ لکه چې یوہ لویه میله راجوړہ شوي وي۔
    دا لویہ "شو "یا نندارہ پہ مقرر وخت پئیل شوہ۔
    د لاسونو په چق چق او په زړہ پورې د موسیقي د سازونو سرہ ئې آغاز وکړ۔
    دې نندارې ته د ناروې مشہور ډانسر ګروپ او مقبول سندرغاړي رابلل شوي وو۔ورسرہ د ناورې د ېوې سیاسی جماعت لیډر ھم بطور خاص د افتتاح د پارہ بلل شوي وو۔له افتتاح وروستو د دې پروګرام کوربه (انکر )راغلو او میلمانو ته رسمي ستړي مشي و وٸیل۔
     ورپسې ئې د پروګرام مختصر غوندې تعارف وکړو، بیا ئی و وئیل چې د انتظار ګھڑۍ ختمې شوې، نن په دې پروګرام کښې به د څو خوش قسمته یا بدقسمته انسانانو د ژوند د ملګرتیا امتحان وي ۔
    څلور ملئینه کراؤن ډیر لوٸي رقم دے خو انساني اخلاق او مورال یعني وجدان او ضمیر ھم په ھر دور او زمانه کښې یو کوټلې حقیقت دے۔ او ډیر خلق اوس هم دا مشترکه انساني قدرونه پالي۔
    نن مونږ سره دوه انتخاب شوي کسان میلمانه ديموږ به د دوٸي د اخلاقي قدرونو جاج اخلو چی څوک په دې معیار او مورال پوره خیژي۔
    بیا ئې د ناروې ځاٸي پیداٸشي وګړي نوم واخیست او سٹیج تہ ئې راوبللو۔
    میوزک او د لاسونو پڑاقه په تالار کښې یو سحر انګیز کیفیت پیدا کړو ۔د خلقو زڑونه ورسرہ په درزا شو۔
    د دهء نوم یوھانjohan وو۔ کیمرہ ھم د دهء او د میرمنې او دوہ ګلالو بچو په مخ وخت په وخت تاویدله ۔د کوھان میرمن او بچي په تالار کښې په مخصوصو چوکو ناست وو هغوٸي کوهان ته حوصله ورکوله۔
    پہ لوئی سکرین د سلور ملئینو د چیک عکس ھم ښکارہ کړې شو او چې لږ شور تھم شو نو بیا ٸې غږ وکړو
    چی زه اوس یو نارویجن مسلمان راغواړم د چا چې سوچ فکر او د ژوند ژواک طریقې د اروپائی خلقو لږې بدلې دي۔ او د دوئي د اخلاقي مورال یا وجدان پیمانه ھم د ناروې د ځاٸي وګړو لږه جدا دہ۔
    زما د نوم اخیستو سرہ سم یو شور راپورته شو مینځ کښې چا غږ وکړو چی کزن میریج، جبري وادہ، چا پکښې د اسامه بن لادن نوم ھم واخیست۔مطلب زما زړه ازاري او هوټنګ وو۔
    تیز میوزک او د لاسونہ پہ پڑاقه زہ ھم د سٹیج سر ته راوختم او د نورو میلمانو سرہ ودریدم ۔
    یو ځل ٸې بیا په لویه شیشه (سکرین) د څلورو 4 ملٸینو چیک عکس وخوولو ۔
    د پروګرام کوربه د یوھان نه پوختنه وکړہ چی ستاسې د پارہ مونږ د څلور کراؤن نه پئیل کوو۔
    یوهان ته کولائی شی چی فقط څلور کراوؤن واخلې او خپلې میرمنې له طلاق ورکړې؟
    پہ تالار کی ناست ټول خلق په خندا شول۔
    یوھان ورته اوئیل چی ھغه کس به لیونې وي چې داسې کانې کوي۔
    بیا ئې په سکرین د څلور هندسې سرہ یو صفر ور زیات کڑو او ماته مخاطب شو۔
    ستا میرمن خو ھسې ھم وطن ته تلې ده ، ستاسې د پارہ بہ دا پریکړه (فیصلہ) مشکل نه وي۔
    ته په څلویښت 40 کراؤن خپله میرمن پریخودلې شې؟
    ما ورته سر وخوځوو چی نه صیب بیخي نه۔
    دپروګرام کوربه د یو بل صفر اضافه وکړہ او یوھان ته ئې اوئیل چی څلور سوہ 400کراؤن خو ډیر شې دے ته پرې لس دانې بیئر او په ریستوران کښې د ماښام ڈوڈئي( ڈنر) خوړلې شې څنګه رضا دې پرې راځي ؟
    یوھان ورته اوئیل چې سوال نه پیدا کیږي زہ د خپلې میرمنې او بچو سرہ ډیرہ مینه لرم۔ ددې اندازه ته نه شې کولې۔
    دا وخت کیمرہ د یوھان پہ کورنئ راغله۔
    د یوھان بچو او میرمنې په زورہ زورہ لاسونه وپړقول او د میړہ او پلار پہ دې خبرہ ئې فخر محسوس کړو۔
    میزبان یو ځل بیا زما پہ لوري مخ را ستون کړو ۔
    نواز !ستاسو خو اکثر جبري ودونه کیږي آیا ستاسې ھم په زبردستئ وادہ شوې دے۔؟
    ما ورتہ اوئیل چې نه صیبه۔۔زما واده د کور د خلقو په خوښه یعنی ایرینج میرج شوې دے۔ او الحمدللہ شل کاله
    مو د وادہ وشول او تر اوسه پورې خوشاله او مست یو۔
    البته ستاسو د اروپاٸي ټولنې ودونه خو اول عیاشي بیا بچي بغیر نکاح پیدا کړي نو نیماٸي ٸې ودونه وکړي۔نیماٸي ٸې بې واده ګرځي ۔
    په واده شوو کورنیو کښې بیا ھم پہ ناروې کښې د طلاق شرح 55 % سلنه ده۔
    چې دا ولې ؟
    زما پہ ځوابي سوال کوربه وارخطا غوندې شو په تالار کښې ناست تماشبینو هم خپل مینځ کښې پس پس پٸیل کړل۔
    کوربه راته و وئیل چې د دې خبرې ځواب زہ نشم کولې دا زمونږ د پروګرام سره سمون نه خوري خو تاسې ته څلور زره 4000 کراؤن درکوم او د خپلې میرمنې نه تیر شه۔
    ما ورته بیا سر وخوځوو چې نه صیب نه۔
    کوربه بیرته یوھان ته متوجه شو ۔
    یوھان۔ د دی رقم سرہ بہ یو صفر بل ورزیات کړو چې قناعت دې پرې وشي۔
    په څلویخت زرہ 40000 کراؤن خپله میرمن پریږدې؟۔
    یوھان ورته اوئیل چی نه صیب۔
    تاسې ته علم نشته چی زما د خپلی میرمنی او بچو سرہ څومرہ مینه دہ۔
    میزبان زما په لوري راوګرځیدو۔
    ماته گویان شو۔
    نواز !
    تاسې خو مسلمانان ئې ۔ستاسو په مذھب کښې څلور 4 ودونه روا دي ۔تانه څوک پوښتنه ھم نه شي کولې۔
    وطن ته به لاړ شې بله به راولې۔ بیا ٸې طنزاً اوٸیل
    خو چې د اسامه بن لادن پہ شان نه وي۔
    په دې خبرہ ټول تالار کښې کوکې او شپیلی وهل پئیل شول۔
    ورسرہ میوزک ھم پہ زورہ درز دروز وغګیدو۔
    کوربه موزیک ته د بندیدو اشارہ وکړہ او تالار ئې خاموش کړو ۔
    ما ته بیا مخاطب شو ۔
    ښه نو ښاغلیه داسې به وکړو چی یو صفر بہ بل هم ور زیات کڑو۔چی څلور400000 لاکھ کراؤن شي ۔
    په څلور 4 لاکھہ کراون خو ته څلور ځوانې میرمنې ودولې شې۔
    سوچ پرې وکړه ځان له نوې ژوند پئیل کړہ۔
    ما ورته بیا په انکار کښې سر وخځوو چی قطعاً نه۔
    کوربه د څلور 4 لاکھہ ھندسې سرہ یو اخیرنئ صفر ورزیات کړو۔
    دا اوس ٸې د څلويښتو لاکھو کراؤن چیک په لویه شیشه وپړقوو۔ دا ٸې اخیري حد وو۔
    میزبان د یوھان میرمن او بچی ھم سٹیج تہ راوبلل۔
    میرمن ٸې چې ھیلدہ ئې نوم وو خپل خاوند ته ورغاړہ وته او پہ مینه ئی په شونډو ښکل کړو
    یوھان خپل دواړہ بچي غیږې ته راتزدې کڑل۔
    او ماحول ئې بیخی رومینټک غوندې کړو۔
    کوربه د یوھان لہ میرمنی وپوښتل ۔
    ھیلدا که بالفرض ستا خاوند دا 4 ملٸینو کراونز چیک واخیست ۔
    او په طلاق نامه ئې لاس لیک وکړو نو ستا به څه عکس العمل وي؟۔
    ھیلدا ورته اوئیل چې داسې نه شي کیدلائې۔
    مونږ په مینه وادہ کړې دے ۔زمونږ ګلالي بچیان دي۔۔زمونگ تر منځه عہد و پیمان شوې دے۔
    دا ناممکن خبرہ دہ۔
    بیا په میڈیا باندې ئې سم د زڑہ غبار تش کڑو چی زہ نه پوھیږم چې تاسو ولې داسې یو اړخیز کارونه کوئ۔
    پکار خو دا وہ چی د میرمنو سرہ مو داسې پروګرامونه ترتیبولې چی له ھغوئي مو پوښتلې چې د خپل خاوند په
    حقلہ پریکړه ئې کولې شوې۔
    د پروګرام کوربه ورسره ژمنه وکڑہ چی په راتلونکیو پروګرامونو کښې به ارو مرو میرمنې ھم رادرومي ۔اوس تاسې په خپلو چوکیو کینئ چې پروګرام سر ته ورسول شي
    کوربه د یوھان پہ سترگو کی خپلی سترگی ورخخې کړې۔بیا ورته گویانه شو۔
    یوھان۔
    تاسرہ د تالار نه د رائې اخیستو اختیار ھم شته ۔او خلق تاسې ته صلاح مشوره درکولې شي۔
    سوچ پرې وکړہ ۔
    د خلقو نه صلاح واخله ۔
    سوال دا دے چی آیا په څلور ملئینه کراؤن کرنسي ته خپلې میرمنې ته طلاق ورکولې شې؟۔
    د تالار د یو اڑخ نہ ځوانانو چیغې کړې۔
    واخله واخله
    د ژوند نه خوندونه واخله ۔۔ژوند بیا بیا نه رادرومي ۔چرته نوې ماډل بلبله ولټوہ۔
    د تھائي لینډ نه به نوې میرمن راولې ۔میرمنی ډیری خو د څلویښتو لاکھو چانس بیا نه ترلاسه کیږي۔
    د میرمنو او انجلیو لہ اړخه کوکې وشوې چې پیسې وانخلې۔۔ ښې میرمنې په قسمت سړي ته رسیږي ۔
    خپل کور وران نکړې۔
    بچیان به دې در په در شي ۔
    د سړو خبرہ باٸید و نه منې ۔نر شه چې وجدان او ضمیر دې خرڅ نه کڑے۔
    کوربه بیا ورته اوئیل۔
    یوھان ۔۔۔
    خپل قسمت د ستا پہ لاس کښې دے۔
    څلور 4 ملئینه کراون اخلې که د خپلې میرمنې او بچو سره تش لاس کور ته ورځې؟۔
    سوچ پرې وکړہ زہ تر لسو پوری شمیرہ کوم۔
    1۔2۔3 ۔4۔5۔6۔7۔8۔9۔ او دا ئی 10۔
    یوھان بہ کله څلور ملئینو چیک تہ په کتو شو کله به ئې په خپله میرمن او بچو نظر واچوو۔
    پریکړه ورته ګرانه وه چې څه وکړي۔
    د خلقو ګنګوسۍ زیاتیدلې۔
    ناساپی یوھان چیک راواخیست۔
    ورسرہ جخت په میز پراتهُ د طلاق نامې په کاغذونو ئې لاسۍلیک وکړو او چیک ئی په جیب کښې کیخود۔
    پہ تالار کښې سکوت شو۔
    خلق بیخی دم بخود شول۔۔د میرمنو لہ منځه څو کسانې په ژڑا شوې ۔نه نه غګونه پٸیل شول۔
    اوازونه راپورته شول۔
    حرامي۔ضمیر خرڅه ، سپیه ۔مکارہ، وږې سترگیه ، سورہ۔
    د یوھان میرمنې او بچو چې د یوهان ناساپي حرکت ولیدو نو اول خوبیخي تعجب ونیول بیا په یو شغ د تالاره ووتل د تیلویزیون کیمری تر بھر وتلو پورې د دوٸي تعاقب نیولی وو۔
    میرمنو د سٹیج پہ لوري د کاغزونو ګولې ، چپلاکې او د اوبو بوتلونه راخوشی کڑل۔شور زیات شو۔
    یوې شیبې له په تالار کی تیارہ جوړه شوہ۔
    او بیا د ڈانس ګروپ انجلۍ راغلې او یو خوندور میوزک سره ٸې رقص پئیل کړو۔
    شیبه وروستو په لویه شیشه یو ځل بیا یو بل د څلورو ملئینو چیک عکس وخوولې شو۔
    میوزک بند شو او د ٹي وي پنځمTV5 کوربه ماته رانزدې شو او بیا تالار او کتونکیو ته گویانه شو چې اوس مونږ سرہ د پروگرام په دې اخري مرحله کښې یو مسلمان نارویجن ولاړ دے۔
    د دوئی معاشرتي او کلتږري و مذهبي دودونه زمونږ سرہ تو پیر لری ۔
    د دوئي د مورال معیار ھم بدل دے ګورو چې دا تر کومې پریګړې رسیږي۔
    نواز
    4 څلور ملئینه کراؤن پہ یو وخت کښې ګټل ډیر لوئي رقم دے ۔
    ستاسې میرمنې خو ھسی ھم زیاترہ بې علمه دي۔
    د دوئي د جہالت د لاسہ نارینہ ﺉې په اور کښې پراته وي ۔ کار کسب ٸې ھم نه زدہ ۔
    ټوله ورځ یا جاروګانې وھي یا کپڑې جامې وینځي۔
    دومرہ اہمیت ٸې ستاسو په ژوند کښې نه وي۔
    وایه!
    څلور ملئینه کراؤن اخلې کہ ۔۔۔۔۔؟
    میرمن دې ستاسرہ موجودہ ھم نه دہ ۔وطن ته تللې دہ۔۔ھغہ لہ به ھڈو دا خبرہ فلحال نه معلومیږي ۔
    خپل ژوند ښه کول غواړې که نه ھم پہ زوړ ژوند کښې وخت تیرول غواړے؟
    وایه څه پریکړه (فیصلہ) دې کڑې۔؟
    د تالار نه صلاح واخله۔
    حاضرین ھم صلاح درکولې شي۔
    خلقو کوکې او شپیلي وھل پئیل کړل۔
    ناریناؤ وئیل چې پیسې واخله ۔
    بله پټاخه راوله۔مزې چرچې به دې وي۔
    چا به وئیل چی بس دی شل کاله یو مخ ته کتل یا کیناستل د سڑي زړه موړ کړي۔
    بله ښاﺉسته دخپلې خوښې به راولې۔پیسې واخله ، نوې ژوند پئیل کړہ۔
    میرمنو وئیل چې سړے شه، چې کور وران نہ کړے۔تاسو ایشئین خو پخپله کورنۍ ځانونه قربانوﺉ۔
    تکړہ شه چې پیسې ته زړه ښه نه کړے۔
    کوربه شمیرہ پئیل کړہ
    1۔2۔3۔4۔5۔6۔7۔8۔9۔او دا ئې 10
    هن دا چیک اخلې؟
    که نه ٸې اخلې؟
    ما یو نظر په تالار کښې په ناستو خلقو واچوو ، بیا مې چیک راپورته کڑو ، په تالار کښې ګنګوسۍ پٸیل شوې ۔
    یوه کنځله مې تر غوږ شوه۔
    ایشین سور،حرامي ، بې وجدانه ۔
    چیک ته مې په غور وکتل بیا مې د جیب نه خپل قلم( مارکر) راوویست۔
    چیک می پہ میز کیخود ، د کراس نشان مې پرې جوړ کړو او د کوربه په لوري مې ورشغ کړو۔
    ما ورته اوئیل چې زما د میرمنې قیمت د4څلورو ملئینو نه زیات دے
    کوربه او خلق یوې شېبې دپاره غلي شول۔ زما په دماغي صحت ٸې شک شو ګویا لکه چې لیوتې خو نه یم۔پہ تالار کښې هم ګنګوسۍ شوې۔
    زہ ترې راونیدم چې کوربه مې مخې ته ودریدو۔
    لږ وار وکړہ چرته ځې۔
    تا خو ډیر لوئي رقم په خپله میرمن قربان کړو حالانکه ستا میرمن خو بقول ستا د مور پلار په خوښۍ یعني ایرینج وادہ شوې دے بیا داسې کار دې ولیې وکړو ؟
    ګویا ته ډیر زیات مالدارہ ئې؟
    او د خپلې میرمنې سرہ بې کچه مینه لرې چې څلور 4 مئیلینه کراؤن ته دې لګته ورکړه۔
    ما ورته و وئیل چې زہ خو نه مالدارہ یم او نه د خپلې میرمنې سرہ مینه لرم۔
    کوربه یوې شیبې له زما په خبرہ حیران شو بیا ئی تالار ته مخ واړوو۔
    چی تاسو واورئ دا وائي چې زہ د خپلې میرمنې سرہ ھډو مینه نه لرم۔
    نو زما پوښتنه دا دہ چی تا ولې د څلور و 4 مئیلینو کراوؤن چیک ارتاو کڑو ؟
    خپلې ناخوښې میرمنې ته دې طلاق ولې ورنکړو؟
    ما د تالار پہ لوري وکتل۔
    خلق زما د ځواب پہ انتظار وو۔
    ما د تلیویزیون کوربه ته اوئیل چی دا ځکه چې زما میرمن زما د ګلالو بچو مور دہ د چا د پارہ چی زہ سل کرته مرګ تہ غاړہ 
    ورکولې شم۔



    No comments:

    Post a Comment

    About Author


    About Me


    Shahid Khan Mandokhail the Man behind the This Amazing Website Living in Zhob City , graduated from University of Balochistan. A single Boy, internet marketer. Formerly a riding instructor, living with His Parents and 2 Brothers in Zhob
    Contact:

    Phone:
    +923108097598


    Total Pageviews